1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډیر ماشومان د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د م.م. په حواله د اوکراين جګړې په ترڅ کې د بيو لوړيدل د خوارځواکۍ ښکار په سلونو زرو ماشومانو له پاره د مړينې په معنا ده. زياته شوې چې په ټوله نړۍ کې د خوارځواکۍ له امله ۴۵ ميلیونه ماشومان د تلف کيدو له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4BOYU
Jemen |  Unterernährtes Kind
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/M. Mohammed

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د سه شنبې په ورځ په نيويارک کې د يوه رپوټ د خپرلو پر وخت  ويلي چې لا اوس څه نا څه ۱۰ میلیونه ماشومانو ته ژوند ژغورونکي طبي ځانګړي خواړه نه رسېږي.

زياته شوې چې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بوديجې لا راکمیدل او د جګړې له کبله د ځينو اړينو توکو د کمښت له کبله له يوه اړخه د اړوندې درملنې تقاضا او له بله اړخه یې بیې لوړيږي. 

د يونيسف په حواله په ټوله نړۍ کې دمګړۍ ۴۵ میلیونه هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي چې له دوی څخه ۱۳،۶ په شديده توګه اغیزمن دي.

زياته شوې چې دغه ماشومان د ژوندي پاتيدو له پاره د ډېرې کالوريو لرونکو ځانګړو خوړو ته اړتيا لري چې لس ميليونه یې سږ کال دغه درملنه او خواړه نه شي ترلاسه کولی.

يونيسف وايي چې د اټکلونو پر اساس به  په راتلونکو شپږو مياشتو کې د دې ډول ځانګړو خوړو  بیه ۱۶ سلنه لوړه شي چې له کبله یې کيدای شي هر کال ۶۰۰ زره ماشومان دغه ډول ژوند ژغورونکې درملنې ته لاس لری پيدا نه کړي.

افغانستان کې لسګونه ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي

د يونيسف اجرائيوي مشرې کاترين روسل وويل چې لا د اوکراين د جګړې او پر خوراک یې تر پايلو د مخه شخړو، اقلیمي بدلون او د کوويد- ۱۹ وبا خوړو ته د کورنيو پر لاس رسي ډېر ناوړه اغیز کړی وو.

نوموړې زياته کړې چې د ماشوم مړينې ضد مبارزې  او د خوړو له شديد قلت سره د مخامو ماشومانو کړاو ته په کتو سره نړۍ په يوه «نه کنترول کيدونکي خطر د بدليدو په حال کې ده.»

د يونيسف په رپوټ کې راغلي چې د هر پنځم کوچني د مړينې علت خوارځواکي ده. زياتره د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دغه ماشومان یې په جنوبي آسيا کې ژوند کوي. خو د يونيسف د شميرو په حواله په نورو سيمو کې د پېښو شمير هيڅکله دومره لوړ نه وو.

د يونيسف په حواله په افغانستان کې سږ کال د ۱،۱ ميليونو خوارځواکو ماشومانو اټکل کیږي چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله دوه برابره ډېر دي.

د افریقا په ښکر کې هم د وچکالۍ د پايلو له کبله کيدای شي د اغیزمنو ماشومانو شمير چې ۱،۷ ميلیونه وو، دوه ميليونو ته لوړ شي. د ساحل په سيمه کې هم د دې ګواښ متوجه دی چې د ۲۰۱۸م کال په پرتله خوارځواکي ۲۶ سلنه لوړه شي.

ب. ص/ ن. ز (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: