1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې لسګونه ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي

۱۴۰۰ مهر ۱۱, یکشنبه

په افغانستان کې د رسمي معلوماتو له مخې په لسونو ماشومان د لوږې له لاسه مړه شوي دي. دغه خبره په غور کې روغتيايي سرچينو کړې ده.

https://p.dw.com/p/41Bd0
Symbolbild Unterernährung bei Kleinkindern
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Berry

په غور کې په وروستيو شپږو مياشتو کې لږ تر لږه ۱۷ خوارځواکي ماشومان مړه شوي دي. دغه خبره د روغتيا د ځايي ادارې مدير ملا محمد احمدي، د شنبې په ورځ کړې ده. ټول ټال په دغه ولايت کې د دغو معلوماتو په حواله د لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

د دغو څرګندونو له مخې په مرکزي افغانستان کې سربېره پر دې په زرونو ماشومان له ورته ګواښ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې يوه وياند له غور ولايت څخه دغه شمېرې تائيدولی نه شوای. خو هغه هم اندېښنه لري چې په افغانستان کې ښايي »ډېر ماشومان« خپل ژوند له لاسه ورکړي.

افغانستان د کلونو راهيسې نړيوالو مرستو ته اړ دی. د لويديځي ځواکونو تر وتلو وروسته او د طالبانو د ولکې راهيسې ډېرې مرستې درول شوې دي. ورسره سخته قحطي او د خوراکي توکو لوړې بيې هم راځي. د ملګرو ملتونو په حواله دريمه برخه افغانان لوږه ګواښي. د يونيسف د اټکل له مخې ښايي د کال تر پايه پورې تر پنځه کلنۍ لږ عمر لرونکي يو ميليون کوچنيان داسې خوارځواکي وځپي چې ژوند يې په خطر کې وي.

آژانسونه: ن.ص/ش.ن