1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د یوه پُل د نړیدو پيښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

۱۴۰۳ تیر ۳۰, شنبه

د چین د دولتي رسنیو په حواله د یوه سیند پر سر د لویې لارې پُل د نړیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4iXBN
China Provinz Shaanxi Kreis Zhashui in der Stadt Shangluo | Brückeneinsturz
اټکل کیږي چې دغه پول د سیلانونو له کبله نړیدلی دیانځور: Liu Xiao/Xinhua/picture alliance

د چین دولتي رسنیو د شنبې (د جولای میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد په شمال لویديځ کې د بهیدونکي سیند پر سر د یوې لویې لارې (موټر وی) پول د نړیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.

د چین د رسمي خبري آژانس شین هوا، په حواله پُل د جمعې په ماښام د شانشي ایالت په ژاشوا ښار کې نړیدلی دی.

اټکل کیږي چې د ورښتونو له کبله رامنځته شوی سیل د پُل د نړیدو سبب شوی وي. د چین ولسمشر شي جن پنګ د ژغورنې د جدي اقداماتو امر کړی دی.

ژغورونکې عمله توانیدلې ده چې د سیمه ایز وخت مطابق د شنبې ورځې تر سهاره پورې پنځه موټرې چې د پله د نړیدو له کبله سیند ته غورځیدلي ول را وباسي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح