1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: په زلزله کې ۱۱۸ کسان مړه او په سلګونو نور ټپيان شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د چین په شمال لويديځ کې تېره شپه زلزله شوې چې پکې لږ تر لږه ۱۱۸ کسان مړه او په سلونو نور ټپیان شوي دي. د پوځ او پولیسو په ګډون په زرونو پرسونل د ژغورنې په موخه اقدام کړی، خو سړې هوا ېې کار سخت کړی.

https://p.dw.com/p/4aKU9
د چین د پوځ او پولیسو په ګډون په زرونو پرسونل د ژغورنې په موخه اقدام کړی، خو سړې هوا ېې کار سخت کړی
د چین د پوځ او پولیسو په ګډون په زرونو پرسونل د ژغورنې په موخه اقدام کړی، خو سړې هوا ېې کار سخت کړی انځور: Wang Xi/AP Photo/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د چین د دولتي رسنۍ له قوله ليکلي دي چې د ريشتر په کچه ۶ اعشاريه ۲ درجې دغه زلزله د چین فلات تبت سيمې شمالي څنډې په یوه لرې پرتې غرنۍ علاقه کې شوې ده.

دغه زلزله د چین د ګانسو ايالت په جیشیشان کاونټي نومې سیمه کې شوې چې مرکز ېې په ځمکه کې لس کېلومتره ښکته ښودل شوی دی.

د چین د زلزلو د شبکې مرکز (CENC) ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ وروستۍ زلزله په ځایي وخت د شپې ۱۱ بجې او ۵۹ دقېقې یعنې د دوشنبې په وروستۍ دقیقه کې وشوه.

چارواکو حالاتو د رسيدګۍ په موخه د بيړنیو اقداماتو یوه مجموعه بسیج کړې خو ژغورونکي وايي چې له صفر درجې ښکته سړې هوا د دوی د ماموریت چارې سختې کړي دي. د کال په اوسني موسم کې ډير چینایان د ژمۍ په ډېره سړه هوا کې ژوند کوي.

د ګانسو او ګاونډي ایالت چینګهای ترمنځ په دغه سیمه کې د سه شنبې په ورځ هوا د سانتیګراد په حساب منفي ۱۴ درجې ښودل شوې ده. په ځينو برخو کې د اوبو رسونې، برېښنا، ترانسپورت، مخابراتو او نورې زیربناېې ادارې فلج شوي دي.

د ګانسو ایالت چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې په دغه زلزله کې ۱۰۵ کسان مړه او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي چې د ۱۶ ټپیانو حالت نازک دی. چارواکو په جیشیشان کې د ژغورنې عملیاتو تر پاي ته رسېدو پورې د ترافیکو پر تګ راتګ بندیز اعلان کړی دی.

د چین په جیانګسو ایالت کې سړه هوا - انځور د دسمبر ۱۸مه ۲۰۲۳
د چین په جیانګسو ایالت کې سړه هوا - انځور د دسمبر ۱۸مه ۲۰۲۳انځور: AFP/Getty Images

د چين شينهوا خبري آژانس پر اساس، د ګانسو ایالتي اطفائي څخه شاوخوا ۲۲۰۰ پرسونل، د ځنګلونو لوا څخه ۹۰۰ کسان او همدارنګه ۲۶۰ تنه بيړنۍ مسلکي ژغورونکي د پېښې ځایونو ته استول شوي دي. له دې نه علاوه د چین پوځ او پولیس هم د ژغورنې په عملیاتو کې استخدام شوي دي. د چین دغه ولایت، بېړنيو حالاتو ته د رسیدګۍ له پاره ۲۰ ميلیونه یوان (۲ اعشاریه ۸ ميليونه امریکايي ډالر) تخصیص ورکړی دی.

بله زلزله ځپلې سیمه د چینګهای ایالت دی چې ۱۳ کسان پکې مړه شوي، ۱۸۲ تنه ټپیان او ۲۰ نور لادرکه دي. چارواکو ويلي چې د سه شنبې تر سهاره ۹ تعقیبي زلزلې شوي.

د چین د ګانسو په څېر شرقي ایالتونو کې زلزلې ډېرې کيږي. په وروستیو لسیزو کې تر ټولو مرګونې زلزله په ۲۰۰۸م کال په سیچوآن ایالت کې د ريشتر په کچه ۸ درجې وشوه چې نژدې ۷۰زره کسان په کې مړه شول.

 (Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل