1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د ډبرو سکرو شرکت کې اورلګېدنې د ډېرو کسانو ژوند اخيستی

۱۴۰۲ آبان ۲۵, پنجشنبه

د اورلګېدنې علت چې د لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند یې اخيستی دی، تر اوسه معلوم نه دی خو په چين کې دا ډول حادثې ډېرې کيږي، که څه هم چې د خونديتوب د شرائطو د ښه والي هڅه کيږي.

https://p.dw.com/p/4YrYG
آرشيف انځور: د چين په يوه کان کې تر حادثې وروسته د ژغورنې عمليات
آرشيف انځور: د چين په يوه کان کې تر حادثې وروسته د ژغورنې عملياتانځور: Chen Sihan/Xinhua/picture alliance

دچين د دولتي رسنۍ په حواله د دغه هېواد په شمالي شانسي ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ډبرو سکرو د يوه شرکت په ودانۍ کې د اورلګيدنې له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي.

شانسي ايالت په چين کې د ډبرو سکرو د توليد لوی مرکز دی.

د رپوټونو په حواله د سيمه په وخت د پنجشنبې سهار تقريباً ۷ بجې د يونګجو ډبرو سکرو شرکت په ګډه ودانۍ کې اورلګيدلی وو. اور په کان کې دننه نه بلکې د شرکت په هغه برخه کې لګيدلی چې دفترونه او د کارګرو د استوګنې خونې پکې دي. د اورلګېدنې د علت روښانه کولو په موخه پلټنې پېل شوي دي.

د سي سی ټي وي دولتي رسنۍ د رپوټونو په حواله ماسپښين موده اور خاموشه کړل شوی او د ژغورنې عمليات روان ول.

د دغه رسنۍ په حواله سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د ژغورنې او د بيړنیو خدماتو د عملې له خوا تر اوسه ۶۳ کسان تخليه شوي دي چې ۵۱ یې روغتون ته انتقال شوي دي.

د «واېبو» په انترنتي شبکه کې په خپرو شويو ویډيوګانو کې ليدل کيږي چې له ودانۍ د اور لمبې او دود پورته کيږي.

چين چې په نړۍ کې ستر توليدونکی دی، د کان کیندنې په برخه کې یې تل دا ډول حادثې رامنځته کيږي. د رسمي شمیرو پر اساس تېر کال د کان کيندنو پر مهال ۵۱۸ حادثې رامنځته شوې وې.

په دې وروستیو کې د ډبرو سکرو پر توليدونکو شرکتونو فشارونه ډېر شوي ځکه چې د چین حکومت غواړي د کانونو په برخه کې د خونديتوب معيارونه لوړ کړي.

ب. ص ن. ز (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: