1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په روزګان کې ۲۸ تسلیم شوي امنیتي ځواکونه وژلي»

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

د روزگان چارواکو ويلي چې په دغه ولایت کې طالبانو هغه ۲۸ تنه پوليس وژلي چې د نښتو پر ترڅ کې هغوی ته تسليم شوي ول. په افغانستان کې په دې وروستيو کې تاوتريخوالي په داسې حال کې زرو اخيستی چې په قطر کې د سولې خبرې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3itoK
Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د روزگان د والي وياند زړگي عبادي، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې وسله والو طالبانو د تېرو څو ورځو راهيسې د گيزاب ولسوالۍ پر يو شمير امنيتي پوستې بريدونه پېل کړي ول. نوموړي وويل چې د وسله والو له خوا په لومړي تهاجمي بريد کې د ملي پوليسو او ولسي پاڅوانوالو له ډلې څخه یې پنځه تنه وژل شوي ول.  تر دې وروسته په دويم بريد کې هم پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

نوموړي زياته کړه:«په دريم بريد کې چې په ترڅ کې یې افغان امنيتي ځواکونه کلابند شوي ول، د ځينو پوستو ساتونکو تاکتيکي شاتگ وکړ. خو هغه پوستې چې شديدې محاصره وې [په کې میشتو امنیتي ځواکونو ته] د طالبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی وو چې که سرتيري تسليم شي نو په خوندي توگه به کورونو ته واستل شي.»

خو نوموړي زياته کړه چې د حکومت وسله وال مخالفين پر خپله ژمنه ټینگ پاتې نه شول او او دغه ملي او محلي پوليس یې تر تسليميدو وروسته ووژل.

عبادي زياته کړه چې د دغه وژل شويو سرتيرو جسدونه پرون د سيمې د سپين ږيرو او مشرانو له خوا د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوي دي.

د گيزاب ولسوالي د تیرو څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو له دله ایزو بريدونو سره مخامخ ده. خو چارواکي وايي چې اوس وضيعت آرام دی او د گيزاب ولسوالي د حکومتي ځواکونو په ولکه کې ده.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې تاوتريخوالي ډېر زور اخیستی دی. په دې تیرو څو ورځو کې د افغانستان په ميدان وردک، روزگان، کاپيسا، تخار او کندز ولایتونو کې يو شمير امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب