یوه افغانه ښځه دُعا کوی چي سوله یې څلورم میړه وژغوري
۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه۳۳ کلنه تاج بي بي یوه د دغه ډول ښځو څخه ده، چي یو په بل پسې یې د یوې کورنۍ د څلورو وروڼو سره واده کړی دی او د څلرم میړه څخه اوس حامله هم ده.
تاج بي بي چي میړه یې د یوه درې میاشتني ماموریت له پاره د جنګ اول خط ته تللی دی، هغه ته په اندیښنه کي ده. دا امیدواره ده چي دغه جنګ به دا د څلورم وار له پاره کونډه نه کړي. د هغې درې پخواني میړونه د طالبانو سره په جنګ کي وژل سوي دي.
د بلي خوا که څه هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي مذاکراتو د افغانستان د اوږده او له کړاوه ډک جنګ د ختمیدو امیدواري پیدا کړې ده، خو د دواړو طرفونو تر منځ جنګونه لا هم دوام لري. ویل کیږي چي په ټول افغانستان کي یوازي تیره اوونی د امنیتي قواوو حداقل ۶۰ تنه وژل سوي دي.
تاج بي بي د کونړ د غرني ولایت په صادق آباد منطقه کي اوسیږي. هغه وايي: «زه نه غواړم، چي بیا مي پنځه اولادونه یتیمان سي اود هغوی نفقه هم نه سم برابرولای.» هغې اول وار په ۱۸ کلنۍ کي د امین الله د مشر ورورسره، چي عسکر وو، واده وکړ. ژوند یې ښه تیریدی، تر هغو چي د طالبانو سره په جنګ کي ووژل سو. تر څو میاشتو وروسته یې د بل ورور سره واده وکړ، چي هغه هم عسکر وو.
تراوسه پوري لا هم د افغانستان په ځینو برخو کي داسي رواج موجود دی ، چي په هغه صورت کي چي د یوې ځواني ښځي میړه مړ سي، باید د میړه د یوه بل ورور سره یې واده وکړي. تاج بي بي هم په دغه ډول سرنوشت اخته سوې ده. خو د لمړنی حاملګۍ پر وخت یې دوهم میړه هم په جنګ کي ووژل سو.
«خپل ځان ملامته بولم»
پسله ۹۰ ورځو د کونډتوب له عِدې څخه د میړه د پلار په غوښتنه د دریم ورور، چي د پولیسو یو افسر وو، واده کوي. دریم میړه یې هم په ۲۰۱۷ م کال کي د طالبانو سره په جنګ کي وژل کيږي. په همهغه کال کي تاج بي بي د څلورم ورور سره واده کوي. امین د تاج بي بي سره چي درې واره کونډه سوې هم وه، واده کوي او د کوچنیانو سرپرستي یې هم پرغاړه اخلي.
تاج بي بي د تلیفون له لاري رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «زه کله طالبان ملامت بولم، کله د افغانستان حکومت، کله خارجي قواوي، خو تر ټولو دمخه د دغو ټولو رنځونو او دردونو مقصر خپل ځان بولم.»
تاج بي بي وايي چي څو واره یې د میړه سره ارتباط نیولی او ورڅخه یې غوښتی دي، چي عسکري پریږدي او کور ته راسي. خو هغه ورته وايي چي د ماموریت تر ختمیدو وروسته کور ته راځي. تاج بي بي دُعا کوي، چي د سولي خبري یوې نتیجې ته ورسیږي او څلورم میړه، امین الله یې وژغورل او د مرګ څخه پاته سي: «ژوند مي د میړه په ژوندي پاته کیدو پوري مرتبط دی.»
تاج بي بي چي د کور په کار مشغوله ده، د خپلو اولادو او کورنۍ د ۱۵ کسانو د پالني او روزني مسؤلیت پر غاړه لري. دوی ټول د امین الله او درو وژل سوو میړونو د اکرامیې په ۳۰۰ ډالرو باندي خپل ژوند پرمخ بیايي.
تاج بي بي وايي چي نور کسان یو واري مړه کیږي، خو زه د خپلو میړونو د لاسه ورکولو په سبب احساس کوم، چي درې واره مړه سوې یم: « شاید هم زما د تور بخت په سبب».
زموږ له آرشیف څخه: