1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پېښور: ۴ امنيتي ځواکونه او ۳ وسله وال وژل شوي

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

د پاکستان پولیس وايي د پاکستاني طالبانو پر یوه پټنځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور امنيتي ځواکونه او درې پاکستاني طالبان وژل شوي دي. دغه عملیات د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ته څېرمه په متي علاقه کې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4i9EV
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ یو سرتيری په دېره اسمعیل خان کې د دندې پر مهال
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ یو سرتيری په دېره اسمعیل خان کې د دندې پر مهالانځور: picture alliance/AP

پاکستاني ځواکونو دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ د جولای لسمه، د خيبر پښتونخوا ایالت په متني سیمه کې کړي او یاده مرګ ژوبله د پولیسو او پاکستاني طالبانو له خوا پر یو بل د ډزو په جریان کې رامنځ ته شوې ده.

د ځايي پولیسو یو افسر اشفاق خان وويل چې د وژل شوو وسله والو په ډله کې د عبدالرحیم په نوم د وسله والو یو قوماندان هم شامل دی.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې عبدالرحیم د امنيتي ارګانونو تر تعقیب لاندې دوو او د هغه د نيولو په سر ۶ ميلیونه پاکستانۍ کلدارۍ (۲۱۵۰۰ امریکايي ډالر) انعام ټاکل شوی وو.

په اعلامیه کې مشخصه شوې چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې دوه پولیس او دوه د پوځ سرتيري وژل شوي دي.

پوځ ادعا کړې ده چې عبدالرحيم «په ګڼو تروریستي بریدونو کې ښکیل وو» او دغه راز د می میاشتې هغه برید مسئول وو چې د پوځ د کپټان حسين جهانګير او بل عسکر په کې وژل شوي وو.

اسوشتيد پریس زیاتوي چې تحریک طالبان پاکستان TTP چې په پاکستاني طالبانو هم یادیږي، تر اوسه د دغه برید په هکله څه نه دي ويلي.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل