1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار ته څيرمه د وسله والو په حمله کې د پولیسو درې افسران وژل شوي دي. د حملې مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی. مرکزي حکومت د دغه ایالت پر وضعيت ژوره اندېښنه ښوولې.

https://p.dw.com/p/4MCg2
د ارشیف انځور - پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په ولسوالۍ کې - د ۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۹مه
د ارشیف انځور - پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په ولسوالۍ کې - د ۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۹مه انځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

د وسله والو په برید کې درې پاکستان پولیس وژل شويد پولیسو یوه لوړ رتبه چارواکي، کاشف آفتاب عباسي وويل، یوه ورځ مخکې وسله والو پېښور ښار ته نژدې په شربند سیمه کې د پولیسو پر یو مرکز د لاسي بمونو، نخښه ويشتونکو او اتومات ټوپکو په وسيله حمله کړې وه او دغه درې پولیسان د یادو وسلوالو د تعقیب پر مهال ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) د شنبې په ورځ د پولیسو پر مرکز د حملې او پولیسو د وژنې مسئوليت په غاړه واخیست.

د ایالتي حکومتونو له سقوط سره پاکستان کې سیاسي بحران لا ډیریږي

دغه ډله چې پر پاکستاني طالبانو هم ياديږي، له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې پاکستان کې خپل وسله وال فعالیتونه پر مخ وړي. دوی په دغه هیواد کې د سرسخته اسلامي قوانینو د اجرا، د پاکستان حکومت په توقیف کې د خپلو غړو د ازادولو او په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځيانو د حضور د کمولو له پاره جګړه کوي.

پاکستاني طالبانو د جمعې په ورځ د پنجاب په تونسه ولسوالۍ کې د پولیسو د تلاشۍ پر يوې پوستې د شوي برید چې دوه پولیس پکې ووژل شول، مسئوليت هم ومانه.

ولي په واڼه کې د ترهګرۍ پر ضد پرلت غوښتني نه اوريدل کيږي؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثناءالله وويل چې مرکزي حکومت په خيبر پښتونخوا ایالت کې چې پېښور ېې مرکز دی، د نظم او قانون د مخ په خرابيدونکي وضعيت په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغه پر ځايي چارواکو نېوکه وکړه چې د بنو پېښې په ګډون، د وسله والو له تېرو حملو څخه عبرت نه اخلي. وسله والو په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا ایالت په بنو ضلعې يا ولسوالۍ کې د تروريزم ضد پولیسو یو مرکز ونيوه او پکې ېې میشت پولیس يرغمل کړل.

پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د دوو پوليسو وژل تائيد کړي

رانا ثنا الله وويل: «تروریستان د پولسیو پر ستيشنونو بریدونه کوي او د پولیسو عسکر او د پولیسو افسران په نښه کوي. له دې ښکاري چې ایالتي حکومت ورڅخه کوم درس نه اخلي، حتی د بنو د سي ټي ډي پر مرکز د بريد په ګډون.» له بنو برید څخه د وزير هدف هماغه د تروریزم ضد پولیسو پر مرکز کې د وسله والو له خوا د پولیسو د یرغمل نيولو پېښه وه.

د پاکستان پوځ: درې پاکستاني سرتيري او دوه یاغیان وژل شوي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وويل چې د ایالتي داخله وزير لومړيتوب سیاست دی نه سوله. هغه زیاته کړه، کله چې پخپله پولیس له بریدونو په امان کې نه وي، نو د عادي خلکو له امنیت سره به څه پيښيږي.

په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه وروسته له هغې ډیر شوي چې دغې ډلې په نومبر میاشت کې حکومت سره د شوي اوربند د پای اعلان وکړ.

mks/mns/ (AP)

له آرشيف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل