1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

ولي په واڼه کې د ترهګرۍ پر ضد پرلت غوښتني نه اوريدل کيږي؟

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه ښار کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د ترهګرۍ پر ضد له اوو ورځو راهېسې پرلت روان دی چې په زرونو کسان پکې ګډون لري. په خيبر پښتونخوا کې په دې وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4M4Iy
آرشيف انځور: د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت
آرشيف انځور: د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتانځور: Adnan Baitani

دې پرلت که له يوه اړخه د خلکو پام د ترهګرۍ پېښو، د تحريک طالبان پاکستان منع شوې ډلې فعاليتونو، باج اخيستو او هدفي وژنو ته اړولی، له بله اړخه د دې احتجاج له کبله د پاکستان د فدرالي او ايالتي حکومت ترمنځ هم د ناندريو لړۍ پېل شوې ده.

پر دې سربیره د پرلت په ترڅ کې ملتپاله پښتانه پر تحريک طالبان پاکستان ډلې او دولتي ادارو هم نيوکې کوي.

د جنوبي وزيرستان د سيمه ایزو چارواکو په حواله د پرلت ګډونوال په سيمه کې د سولې د ټينګښت غوښتنه کوي. پر دې سربیره هغوی د جمشيد وزير په نوم د يوه سوداګر چې یوه مياشت مخکې تښتول شوی دی، د آزادولو غوښتنه هم کوي.

د پرلت موخې

د پاکستان د پارلمان پخوانې غړې بشري ګوهر وايي چې په جنوبي وزیرستان کې دا احتجاج د هدفي وژنو، باج اخيستو، د پېسو په بدل کې د سړي تښتونې او د پاکستاني طالبانو د بيرته فعاليتو پر ضد دی.

قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نفوذ پراخیدو ضد اعتراضونه

نوموړې د دويچه ويله د اردو څانګې خبريال ته وويل: «دا مظاهره څو موخې لري چې يوه یې د خيبر پښتونخوا د ايالتي حکومت د ترهګرو د پلوۍ تګلارې پر ضد احتجاج دی. د مظاهرې ګډونوال غواړي دا څرګنده کړي چې دوی به پرې نه ږدي چې سيمه یې د يوې جګړې برخه وګرځي، ځکه د حکومت د «ګوډ او بېډ طالبانو» تګلارې خيبر پښتونخوا په وينو رنګ کړه او هلته یې ويجاړۍ رامنځته کړې.»

د خيبر پښتونخوا حکومت د استعفا غوښتنه

بشري ګوهر پر پخواني لومړي وزير عمران نيوکه وکړه او ویې ویل چې هغه په افغانستان کې د «ترهګرو پر بري خوښ دی او منلې یې ده چې غواړي پاکستاني طالبانو هم بيرته فعال شي.«

نوموړې وويل چې د ترهګرو بيرته فعاليدو او برلاسي کيدو د ټول ایالت وګړي په غوسه کړي او د ایالت په کابو هره سيمه کې یې پر ضد مظاهرې ترسره کیږي او «دا مظاهرې به تر هغه وخته روانې وي څو دولت د ښو او بدو طالبانو تګلاره پريږدي.»

د خلکو اندېښنې

د عوامي نيشنل ګوند يوه مشر زاهد خان وويل چې خلک ويره لري چې په خيبر پښتونخوا کې وضعيت يو ځل بيا د ماضي په څېر د خرابيدو پر لور روان دی. هغه دويچه ويله ته وويل چې په ټول ایالت کې خلک مظاهرې کويو ځکه چې طالبان یې يو ځل بيا په سيمو کې د فعاليدو په حال کې دي.

د اتمانزو احتجاج ـ د پاکستان حکومتي ادارو سره پریکون اعلان شو

نوموړي زياته کړه: «د عمران خان د حکومت په دوره کې د افغانستان په زندانونو کې پراته د ټي ټي پي ترهګر آزاد کړل شول. هغوی اوس دلته تر راتلو وروسته په ترهګرۍ لاس پورې کړی. اوس له پېښوره خلک د پنجاب پر لور روان دي او د خیبر پښتونخوا په ډېرو سيمو کې د ويرې فضا حاکمه ده.»

هغه وويل چې له همدې کبله خلک د ترهګرۍ په تړاو د حکومت د تګلارو پر ضد مظاهرې کوي.

د فدرالي حکومت مسئوليت

د يادولو ده چې څه موده وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله په دې ایالت کې د وضعيت د خرابیدو پړه د عمران خان پر ګوند يعني تحريک انصاف ګوند اچولې وه.

خو دغه ګوند چې په خيبر پښتونخوا کې حکومت لري، د پښتنو ملتپالو او فدرالي وزير نیوکې ردوي او ادعا کوي چې د روان وضعيت مسئول فدرالي حکومت دی.

د خوست په اړه په بنو کې پرلت: تر عدالته به احتجاج دوام وکړي

د دغه ګوند يوه مشر او د پارلمان غړي محمد اقبال خان آفريدي وويل: «ترهګر له پولې را اوړي او د سرحدونو ساتل د فدرالي حکومت کار دی، نه د ایالتي حکومت. د ایالت په کومه برخه کې که ترهګر کوم فعاليت کوي نو پوليس یې په اړه ګام پورته کوي خو کله چې ترهګرۍ له سرحده را تيريږي نو بيا یې د نیولو مسئوليت د فدرالي حکومت پر غاړه دی.«

ترهګريز بريدونه

په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوي دي. څو اونۍ وړاندې په لکي مروت او نورو سيمو کې پر پوليسو بريدونه شول. همدا راز په پخوانيو قبايلي سيمو کې بيا د پاکستان د پوځ غړي په نخښه شول.

د «سولې له پاره د پاکستان انستيتويت» په حواله په تېر ميلادي کال کې په پاکستان کې په ټولیزه توګه ۲۶۲ ترهګريز بريدونه وشول چې په ترڅ کې ۴۱۹ وژل شوي او ۷۳۴ ټپيان شوي.

له دې بريدونو څخه ۸۹ يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې کړي. په ټوله کې د ترهګریزو بريدونو په شمير کې ۲۷ سلنه زياتولی راغلی دی.

زموږ له آرشيف څخه: