1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتیا جګړه؛ طالبانو او پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د افغان طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ په ډنډې پټان کې جګړه شوي او دواړو لوریو ته په تلفات اوښتي.پاکستاني چارواکو ويلي چې له دې جګړه د یو پوځي جسد او نهه ټپیان روغتون ته وروړل شوې، چې په ټپیانو کې ۷ یې پاکستاني پوځیان دي.

https://p.dw.com/p/4JpN6
Afghanistan | Angoor Ada Grenzübergang zu Pakistan
انځور: Franz J. Marty

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې په سرحدي کرښه بورکۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده، چې دواړو لوریو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ډنډپټان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي عیني شاهد محمد الدین پکتیاوال دویچه ویله ته وویل، جګړه هغه وخت پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډنډپټان ولسوالۍ په استیا سیمه کې په ډيورنډ کرښه اغزن تار ته څيرمه د یوه سړک جوړولو چارې پیل کړي، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله.

محمد الدین وایي، جګړه پرون له غرمې وروسته پیل شوي، چې دواړو لوریو ته درنې وسلې هم پکې کاریدلي.

اړوند مطلب: پاکستان وايي پر امنیتي پوستې یې وسلوالو برید کړی

د دغه ځایي اوسیدوپه وینا په جګړه کې یو طالب وژل شوی او د دوو طالبانو په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوې دي. هغه زياته کړې: «طالبان د اغزن سیم څنګ کې پر يوه سړک چې له اریوب څخه راغلی او خوست ته یې تیروي، کار شروع کړی و، خو پاکستاني عسکرو اجازه ور نه کړه. تقریباً درې بجې وې چې جنګ شروع شو. پاکستان توپونه ویشتل او طالبانو هم توپونه ورویشتي. اوس ډنډپټان ته د طالبانو ډېر ځواکونه راغلي دي».

Pakistan Afghanistan Grenze
انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د طالبانو ادارې د پکتیا ولایت یوه امنیتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، چې د طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې ځایي خلکو د طالبانو په هغه اسکواتور ډزې وکړې، چې په سیمه کې یې د یوه سړک په جوړولو کې کار کاوه.

اړوند مطلب: پښتون ژغورنې غورځنګ د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو د بلې جګړې د تپلو خبرداری ورکړ

د نوموړي په خبره، وروسته پاکستاني پوځیانو  د طالبانو په ځواکونو برید وکړ: »پوځ د اسلامي امارت په ځواکونو ډزې وکړې او په درنو وسلو یې د ډنډي پټان کلي په نښه کړل«. هغه وایي، په دې برید کې درې ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

د سیمې اوسیدونکي محمدالدین دویچه ویله ته وویل، چې د پاکستان د توپ مرمیو له امله له سیمې لسګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي. نوموړي زياته کړې: «د توپ مرمۍ په کلیو کې لګیدې. د ډندې، استیا، پټان او څو نورو کوچنیو کلیو نه تر دوو زرو کورنیو کډې کړې دي. دا خلک څمکنیو، لنجۍ منګل او جاني خیلو ته کډه شوې دي«.

اړوند مطلب: پر اغزن سیم ناندرۍ او پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه

بل لور ته له پاکستان د انډیېنډېنټ اردو رسنۍ د کورمۍ ایجنسنۍ  د يوه سيمه ایز روغتون یوه اعلامیه نشر کړې ده، چې پکې ویلي شوې دي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تیرې ورځې په جګړه کې یو پاکستاني پوځي وژل شوی او د اوو پاکستاني پوځيانو په ګډون دوه ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

له هېواده د باندې د ميشتو پاکستاني وګړو د اړوندو چارو فدرالي وزير ساجد حسين طوري د دې جګړې پخلی کړی دی او د نوموړي له لوري په ټویټر کې په یوه نشر شوې خبرپاڼه کې د برید غندنه او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان پيپل پارټۍ په خپل رسمي ټویټر پاڼه د ساجد حسین له قوله ویلي: «افغان حکومت باید سملاسي بډزې بندې کړي او د ملکي خلکو په نښه کولو څخه دې ډډه وکړي. د کورمې خلک او د پاکستان پوځ ښه پوهیږي چې څنګه د خپلې خاورې ساتنه کوي او هر ډول تیري ته ځواب ورکوي«.

د ساجد حسن له قوله زیاته شوې ده، چې د کورمۍ باروکي او ډنډپټان خرلاڅۍ په سیمه کې د څو میاشتو راهیسې د ځمکې پر سر راپورته شوي شخړه دې د خبرو له لارې هواره شي: «افغانستان یو ورور هېواد دی او موږ غواړو چې ټولې روانې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو او خبرو اترو حل شي«.

که څه هم ویل کیږي، چې د پکتیا په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه دریدلې ده، خو ځایي اوسیدونکي وایي، د دوشنبې ورځې په سهار هم خال خال ډزې اوریدل کیدې.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه جګړې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی، خو د ډنډپټان ځایي اوسيدونکي وایي، چې سیمې ته له کابل څخه د طالبانو یو پلاوی ورغلی تر څو له پاکستاني پوځیانو سره د رامنځته شوي شخړې په اړه خبرې وکړي.

افغانستان نیول شوی سرتیری او پنځه جسدونه پاکستان ته وسپارل