1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان وايي پر امنیتي پوسته برید کې يې سرتیری وژل شوی

۱۴۰۰ دی ۲۵, شنبه

د پاکستان پوځ ویلي چې افغانستان ته نیږدې په قبایلي سیمو کې وسلوالو کسانو پر امنیتي پوسته برید کړی چې له کبله یې شدیده جګړه رامنځ ته شوې ده. پاکستاني طالبانو د برید مسوولیت منلی چې پکې یو پاکستاني عسکر وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/45ZYs
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Ghani Kakar

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پولې ته نیږدې د خیبر پختونخوا په بنو سیمه کې وسلوالو کسانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی چې له کبله یې شدیده جګړه شوې ده. د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې په اساس، دغه برید د خیبرپختونخوا په بنو سیمه کې د سهار پر تیاره کې شوی دی. د خبرپاڼۍ په حواله، امنیتي ځواکونو هم په متقابلو ډزو لاس پورې کړی خو د وسلوالو کسانو ته د اوښتو تلفاتو په هکله یې معلومات موجود نه دي.

د «تحریک طالبان پاکستان» په نامه پاکستانۍ وسلوالۍ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. یادې ډلې پر ټویټر باندې د برید مسوولیت منلی دی خو په دې هکله یې لا ډیر جزئیات نه دي ورکړي.

په عین حال کې د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې یوه بله اعلامیه کې راغلي چې د همدې تیرې جمعې په ورځ پاکستاني پوځیانو د میرانشاه په سیمه کې د وسلوالو پر یوه پټنځای عملیات کړي چې په نتیجه کې یو وسلوال کس وژل شوی او د پوځ په خبره دوه تنه نور نیول شوي دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Str/Xinhua/picture alliance

که څه هم په پاکستان کې په دې وروستیو کې پاکستاني طالبان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او د پاکستان پوځ بیا د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات کوي، خو په دې وروستیو ورځو کې د بریدونو دغه لړۍ د پاکستاني طالبانو د یوه ویاند تر وژل کیدو یوازې څو ورځې وروسته صورت نیسي. څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د خپل پخواني ویاند د وژل کیدو پخلی کړی وو. پاکستاني طالبانو د هغه د وژل کیدو د غچ اخیستلو خبرداری هم ورکړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې پاکستان له پاکستاني طالبانو سره د یوه میاشتیني اورند تړون لاسلیک کړی وو چې بیا تر هغه وروسته تمدید نه شو او دواړو لورویو پر یو بل باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان (ټي. ټي. پي) او د پاکستان د حکومت ترمنځ دغه اوربند د تیر کال د دسمبر میاشتې په ۹مه نیټه پای ته ورسدی او پاکستاني طالبانو تر دې وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته ادامه ورکړه. کارپوهان په دې باور دی چي په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو پاکستاني طالبان هم زړور کړي دي او له دې کبله یې خپل فعالیتونه هم ډیر کړي دي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.