1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین په اوکراین کي د روسیې له بري څخه ډاډه دی

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هیواد د دفاع وزارت استازو ته په وينا کي د پوځ د لا ډیر سمبالښټ ژمنه وکړه. هغه په عین وخت کی ځیني نیمگړتیاوي هم ومنلې.

https://p.dw.com/p/4LK0v
Russland l Präsident Putin, Sitzung des Vorstands des russischen Verteidigungsministeriums
انځور: Sergei Fadeichev/TASS/dpa/picture-alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوځ لوړپوړو افسرانو ته په وینا کي ځان بریالی وښود. نوموړي په یوه تلویزیوني وینا کي د روسیې د دفاع وزارت له لوړپوړو کارکوونکو سره د لیدني کتني په ترڅ کي وویل: «زه ډاډه یم چي موږ به گام په گام خپلو اهدافو ته ورسیږو.»

هغه زیاته کړه چی دغه جگړه د روسیې د پوځ د لا سمبالښت په برخه کي یوه ارزښتناکه تجربه ده او د دغه پوځ د ژر تر ژره لا مجهز کیدو او عصري کولو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: «په دې برخه کی هیڅ ډول اقتصادي محدودیت نسته، کله چي خبره د پوځ پر لا سمبالیدو وي. هیواد او حکومت به یې هر هغه څه چی پوځ ورته ضرورت لري، په اختیار کي ورکړي.»

پوتین د مثال په ډول له ډرون څخه یادونه وکړه. د هغه په خبره هر سرتیری باید د دې امکانات ولري چی د ډرون په هکله معلومات ترلاسه کړي.

زیلنسکي: اوکراین په کلکه ولاړ دی او هیڅکله به تسلیم نه شي

«حالت ډېر پیچلی دی»

پوتین دا ومنله چي په سپتمبر مياشت کي د ۳۰۰ زرو ذخيره ځواکونو د راغوښتلو په اړه امر په ښه توگه عملي نه سو. هغه وویل چې ټول په دې پوهیږي چي هغه نسبي بسیج چي رامنځته سو ځیني خاصي ستونزي رامنځته کړې چی باید ژر تر ژره ورته رسیدگي وسي.

Ukraine | Pro Russische Soldaten in Mariupol
په اوکراین کی روسي ټانکونهانځور: Alexander Ermochenko/Reuters

هغه په پوځ کي نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چي رغنده انتقاد ته باید پاملرنه وسي. هغه وویل: «زه له دفاع وزارت څخه غوښتنه کوم چي ټول ملکي نوښتونه په دقت سره تعقیب، انتقادونو ته پاملرنه او پر وخت یې په وړاندي غبرگون وښودل سي.»

د روان کال د فبروري مياشتي پر ۲۴ پر اوکراين باندي د روسیې تر برید څه ناڅه ۱۰ میاشتي وروسته د اوکراين په ختيځ او جنوب کې ۱۱۰۰ کیلومتره مځکه اشغال سوې ده. پوځ په دې ترڅ کي څو ماتي هم خوړلې چي د جگړې جهت یې د اوکراین په گټه اړولی دی.

په خپله کریملن ته نیژدې د جګړې بلاګرانو هم د روسي جنرالانو او پوځ د گډوډ سمبالښت په هکله  خپله غوصه څرگنده کړې ده. په تیره بیا په وروستیو میاشتو کي، کله چي روسي ځواکونه له خرسون ښار ووتل، دغو انتقادونو زور واخیست.

«ناټو له خپل ټول توان څخه کاراخلي»

پوتین وویل چي ناټو د روسیې پر وړاندي له خپل ټول وس څخه کار اخلي. نوموړي له راټول سوي پوځ څخه غوښتنه وکړه چي په سوریه کي له پخوانیو تجربو او په اوکراین کي له »پوځي ځانگړو عملیاتو« څخه گټه واخلي.

هغه زیاته کړه، د روسیې د «سرمات» په نوم توغندي به په نږدې راتلونکي کې فعاله سي. ویل کیږي چې دا د امريکا پر وړاندې د اټومي بریدونو توان لري.

روسیه: د معلوماتي تکنالوژۍ ۱۰۰۰۰۰ متخصیصین وتلي

«پوځ ته باید وده ورکول سي»

پوتین د اوکراین کړکېچ ته د یوې »گډي تراژیدۍ« په سترگه گوري او د دغي دښمنۍ د رامنځته کیدو پړه پر اوکراین او د هغه پر متحدینو وراچوي، نه پر مسکو باندي. د هغه په خبره هر هغه څه چي پیښیږي زموږ د سیاست نتیجه نه، بلکه د نورو هیوادونو د سیاست نتیجه ده.

د روسیې د دفاع وزیر سیرگي شویگو وویل چې د دې اړتیا لیدل کیږي چي د روسي پوځ پرسونل ته وده ورکړل سي. د امنیتي ځواکونه شمیر باید یو اشاریه ۵ میلیونو سرتیرو ته پورته سي، د هغو په ډله کي باید ۶۹۵ زره قراردادي سرتیري ور اضافه سي. دا هغه سرتیري دي چي پر مکلفیت سربیره په رضاکارانه ډول د پوځ له پاره خدمت کوي.

GP/NZ/DW.Online