1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیه: د معلوماتي تکنالوژۍ ۱۰۰۰۰۰ متخصیصین وتلي

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د اوکراین د جنګ له شروع څخه تراوسه پوري د مسؤلو چارواکو په حواله د روسیې څخه د معلوماتي تکنالوژۍ تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ متخصیصین وتلي دي.

https://p.dw.com/p/4LJgs
NO FLASH Fachkräftemangel Deutschland Ausländer Green Card
انځور: picture-alliance/dpa

د روسیې د معلوماتي تکنالوژئ وزیر، ماکسوت شادایف تیره سه شنبه په مسکو کي د پارلمان د یوې استیضاح پر وخت وویل، چي « واقعأ که موږ د هیواد څخه د وتلو دواړي څپې په نظر کي ونیسو، نو د معلوماتي تکنالوژۍ د شرکتونو تر لسو فیصدو پوري متخصص کارکوونکي د هیواد څخه وتلي او بیرته ندي راغلي. خو د هغوی ۸۰ فیصده بیرته په روسي شرکتونو کي مشغوله سوي دي. ځکه نو شادایف د دې خبري سره مخالفت کړی دی، چي دغو روسانو ته دي په کور(هوم آفیس) کي د کارکولو اجازه ورنکول سي.