1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۳ کې د نړۍ نفوس ۶۶ میلیونه ډېر شوی دی

۱۴۰۲ دی ۹, شنبه

په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ نفوس شاوخوا ۶۶ ميلیونه ډېر شوی دی. د نړۍ د نفوس له پاره د آلمان بنسټ ويلي د دسمبر تر ۳۱مې یا د ۲۰۲۳م کال تر وروستۍ ورځې، ۸ میلیارډ او ۷۳ میلیونه انسانان د ځمکې پر سر ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4ajIG
په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ نفوس شاوخوا ۶۶ ميلیونه ډېر شوی دی
په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ نفوس شاوخوا ۶۶ ميلیونه ډېر شوی دیانځور: Jiang Keqing/Xinhua/picture alliance

د آلمان کاتولیک خبري آلمان د مهمو ارقامو او حقایقو په هکله معلومات وړاندې کوي. ډېری معلومات د نړۍ د نفوس په هکله د ملګرو ملتونو سازمان له رپوټ څخه اخیستل شوي کوم چې د ۲۰۲۳م کال په جولای کې خپور شوی.

د ۲۰۲۲م کال په نوامبر کې د نړۍ نفوس له ۸ ميليارډو څخه اوښتی وو. د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ۹ اعشاريه ۷ میلیارډه او په ۲۰۸۰مه لسیزه کې ۱۰ اعشاريه ۴ میلیونه خلک د ځمکې پر سر ژوند کوي.

د نړۍ نفوس به تر ۲۱۰۰ پورې تقریباْ ثابت پاته وي. له دې سره، علمي سناریو ګانې هم موجودې دي کوم چې د ډېر لږ رشد وړاندوينه کوي. تر هغه وروسته، یوازې په ۲۰۶۴ کال کې به د نفوس اوج ۸ اعشاريه ۸ میليارډو ته ورسیږي.

د نړۍ د نفوس له پاره د آلمان د بنسټ رپوټ د شنبې په ورځ د آلمان په هنوفر ښار کې خپور شو. د دغه رپوټ پر اساس، په ۲۰۲۰کال کې له ۱۹۵۰ کال راوروسته د لومړي ځل له پاره د نړۍ د نفوس وده په کال کې له یوې سلنې څخه راښکته شوه. په حاضر وخت دغه بهیر صفر اعشاريه اته سلنه ده. دا په دې معنی ده چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړۍ نفوس څه باندې دوه برابره شوی دی.

د نړۍ د نفوس د ډېرېدو لامل له نوو پدیدو سره هم تړاو لري. ۲۰۰۰ کاله مخکې ځمکه کې شاوخوا ۳۰۰میلیونه انسانانو ژوند کاوه. د ۱۸۰۰م کال په شاوخوا کې د نړۍ نفوس یو ميلیارد ته ورسېد.

په ۱۹۲۷ کې د نړۍ نفوس ۲ میليارډ او ۳۳ کاله وروسته بیا ۳ ميلیارډه ته ورسېد. یوازې ۱۴ کاله وروسته ېې د نړۍ نفوس ۴ ميليارډه شو او تر هغه ۱۳ کاله وروسته په ۱۹۸۷ کې له ۵ میليارډو هم واوښت چې په ۱۹۹۹ کې خبره له ۶ ميليارډو هم واوښته. د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۳‍۱مه په نړۍ کې ۷ ميليارډه انسانانو ژوند کاوه.

د نړۍ د نفوس تر ټولو ډېره برخه، ۴ اعشاريه ۵۹ سلنه په آسیا کې ژوند کوي. یوازې چین او هند په یوازې د نړۍ يو دریمه برخه نفوس تشکیلوي. (تر ۲۰۲۲م کال پورې) د نړۍ پاتې برخه نفوس څخه ۸ اعشاريه ۱۷ سلنه ېې په افریقا، ۳ اعشاریه ۹ سلنه په اروپا، ۲ اعشاريه ۸ سلنه په لاتین امریکا، ۷ اعشاریه ۴ سلنه په شمالي امریکا او ۶  سلنه ېې په آسترالیا/اوقیانوسیه کې ژوند کوي. هند د ۲۰۲۳م کال په پسرلي کې له چين څخه په مخکې کېدو د نړۍ لومړی تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هیواد وګرځيد.

د نفوس په ډېرېدو کې ژوند ته د هېلو د ودې اوسط هم رول لري چې د لوړېدو په حال کې دی. په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې ژوند ته د هیلو درلودلو اوسط ۷۲ اعشاريه ۸ کاله ته ورسید. له ۱۹۹۰ څخه نژدې ۹ کاله وده وکړه. تمه ده چې تر ۲۰۵۰ کال پورې ژوند ته د اميد اوسط ۷۷ اعشاریه ۲ کالو ته ورسیږي.

     mks/akh/nk/sh/(kna)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل