1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په کیف کې پر دولتي ودانيو د ډرون بریدونه شوي

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د اوکراین چارواکو د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کيف کې د چاودنو رپوټ ورکړی دی او زیاتوي چې د ډرون په بریدونو کې دوې دولتي ودانۍ په نخښه شوي دي. د کيف ښاروال دي چې لس ډرون الوتکې په ډزو راغورځول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KtuQ
چهارشنبه د دسمبر ۱۴مه په کیف کې د ډرون په برید کې لګيدلی یو ساختمان
چهارشنبه د دسمبر ۱۴مه په کیف کې د ډرون په برید کې لګيدلی یو ساختمانانځور: Gleb Garanich/REUTERS

د کیف ښاروال، ویتالي کليچکو پر ټيلګرام ليکلي چې تر چاودنو وروسته د ښاروالۍ ټيمونه د پېښې ځایونو ته رسيدلي دي. دوی ويلي دي چې په دغو بریدونو کې د روسي ځواکونو د نورو بریدونو په څير د ایران ساخت شاهد ډرون شاملې دي. بریدونه کیف ته څيرمه په يوه داسې سیمه چې پکې ډير حکومتي دفترونه دي، ترسره شوي دي.

د کیف ښار ادارې پر ټيلګرام ليکلي دي چې د ډرون په یوه حمله کې د شوچنکيفسکي ولسوالۍ په مرکز کې دوه اداري ساختمانونه تخریب شوي دي. دا چې پکې ځاني تلفات هم اوښتي یا نه، تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

تر کریسمس وروسته د جګړې ختمولو له پاره د زیلنسکي وړاندیز

اولکسي کولبا ويلي دي چې اوکرايني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کیف په مربوطاتو کې لس ځانمرګي ډرون په ډزو راغورځولي دي.

د اوکراین هوايي دفاع ځواکونو هم پر خپل ټيلګرام چینل ليکلي چې دوی لس شاهد ډرون چې د آزوف بحیرې له شرقي ساحل څخه راپورته شوې وې، راغورځولي او زياته کړې ده چې «جګړه لا هم ادامه لري.»

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، دغه برید سهار وختي د کاري ورځي د پيل په شاوخوا وخت کې شوی چې تر هغه وروسته په پلازمېنه کیف کې پراخه چوپيتا خپره شوه.

اروپايي اتحادیه خپلې نظامي مرستې ۵،۵ میلیاردو ته زیاتوي

پر اوکراین د روسي قواوو په دوامداره بمباريو کې تر ډیره ملکي زيربناوې لکه د برېښنا تاسیسات په نخښه کيږي چې په ميلیونونو خلک ېې د برېښنا له نشتوالي سره مخ کړي
پر اوکراین د روسي قواوو په دوامداره بمباريو کې تر ډیره ملکي زيربناوې لکه د برېښنا تاسیسات په نخښه کيږي چې په ميلیونونو خلک ېې د برېښنا له نشتوالي سره مخ کړيانځور: Emilio Morenatti/AP/picture alliance

زیاته شوې چې په دغو چاودنو کې د تخریباتو ډیر لږ آثار تر سترګو شوي او دغه راز بريدونو ته دومره توجه نه ده شوې حتی د مرکزي ولسوالۍ برید ته هم.

خو د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي، د دفتر یوه لوړپوړي چارواکي، کيريلو تیموشنکو، پر ټولنیزې رسنۍ خبرداری ورکړی چې «خطر لا پای ته نه دی رسیدلی.» هغه ويلي دي چې په دغو بریدونو کې يو شخصي کور لګېدلی دی.

اوکراین ژر د ځوابي عملیاتو د پيلولو اعلان کړی

د چهارشنبې ورځې بریدونه پر اوکراین د روسي ځواکونو د میاشتو بمباريو په ادامه ترسره کیږي چې تر ډيره پکې ملکي زيربناوې په نخښه کيږي. روسېې همدارنګه په ورستیو اوونیو کې د اوکراین د سويلي او ختيځي سیمو په لومړيو کرښو کې هم جګړه جاري ساتلې ده.

اوکرايني چارواکي وايي چې د وروستيو جګړو په جریان کې له هغې ډلې د دسمبر مياشتي پر ۵مه ېې د ۶۰ تر ۷۰ پورې هوايي حملې د هوايي دفاع سیستم په مټ شنډې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې امریکا متحده ایالات چمتو دی چې اوکراین ته د پېټرويت توغندي د یوې دستګاه ليږد تائيد کړي.

زيلنسکي له جي ۷ هېوادونو څخه د نور طبعی گاز غوښتنه کړې

امريکا دغه خبره د اوکرايني چارواکو د یو فوري درخواست په ځواب کې کړې کوم چې غواړي د توغنديو د نسکورولو له پاره قوي وسلې په اختیار کې ولري.

mks/nz/ (AP)  

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل