1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي له جي ۷ هېوادونو څخه د نور طبعی گاز غوښتنه کړې

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له جي ۷ هیوادونو څخه وغوښتل چې دوي ته نور طبیعي ګاز وليږدوي.

https://p.dw.com/p/4KrbT
Ukraine | Präsident Wolodymyr Selenskyj
انځور: Ukrainian Presidential Press Off/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له جي ۷ هیوادونو څخه وغوښتل چې دوي ته نور طبیعي ګاز وليږدوي. زیلنسکي د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو په ویډیوي کنفرانس کې وویل چې هیواد يې د ژمي په موسم کي شاوخوا دوه ميلیارده مترمکعب اضافي ګاز ته اړتیا لري. له اوکراین سره د ژمنیو مرستو د ليږد په اړه یو نړیوال کنفرانس په پاریس کې جوړیږي. د آلمان په استازیتوب به پکې د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک برخه واخلي. د روسیې له خوا رامنځته شوي ویجاړتیا ته په پام سره، د زیربناوو د بیارغونې له پاره باید کلکې ژمنې وشي.