1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کلات کي تېره شپه څه تېر سوي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

طالبانو ادعا کړې چي په کلات ښار کي يې يوه امنيتي پوسته نيولې ده، يوه امنيتي سرچينه هم دغه خبره تاييدوي، خو ولايت مقام بيا دا خبري ردوي، خو د جنگ خبره مني.

https://p.dw.com/p/3tfKE
Symbolbild Anschlag Afghanistan
آرشیف انځورانځور: imago/Xinhua

د چهارشنبې په ماښام د کلات ښار پر امنيتي پوستو باندي طالبانو بريدونه کړي او د څو پوليسو د وژلو او يوې امنيتي پوستې د سقوط ادعا کيږي. خو دولت ويلي دي چي يوازي يو کس وژل سوی او نور په سيمه کي هيڅ ستونزه نه سته.

د زابل د ولایتي شورا مسؤل عطا جان حقبیان وايي چي تېره شپه په کلات ښار کي طالبانو پر کمربندي پوستو بریدونه وکړل چي پکښې د عملیاتي کنډک رئیس ارکان محمد نسیم توخی له یوه پولیس سره ووژل سو او ۳ نور پولیس ټپیان سوي دي.

هغه دويچه ويله ته وويل چي د برايي شپې په جګړه کي یو هاموې ټانک هم له منځه تللی دی او جګړې یو ساعت دوام درلود: «کله چي طالبانو پر پوستو جنگ پيل کړ او کومکي پوليسو سيمي ته حرکت وکړ، طالبانو په لاره کي کمين ورته نيولی وو او په دې ترڅ کي د ضربتي کنډک رئيس ارکان او يو بل پوليس ووژل سول.»

یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي چي په دې جګړه کي یوه امنیتي پوسته سقوط سوې ده، چي تجهیزات يې وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي.

د سرچینې په قول، تیره ورځ د شاه جوۍ ولسوالۍ په بازار کي هم د ورځي له خوا وسله وال طالبان لیدل سوي دي.

قاري یوسف احمدي چي په سویلي حوزه کي ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي د تیري شپې د جګړې مسؤلیت يې منلی او رسنیو ته يې په یو لیکلي پيغام کي کښلي دي: «تېر ماخستن د زابل ولایت د مرکز کلات بازار اړوند د شېراباد پوسته نیول سوې، د عملیاتي کنډک رئيس او ۶ پولیس وژل سوي، دوې شوبلي تخریب سوي، یوه شوبله، یو رنجر او یو شمېر وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.»

خو د زابل مرستیال والي عنایت الله هوتک بیا دا خبري رد کړې او زیاته يې کړه چي په دې جګړه کي یوازي یاد کس وژل سوی او نور په سیمه کي هیڅ ستونزه نه سته. د هوتک په قول، تازه دمي سرتیري سیمي ته رسیدلي دي.

هغه دويچه ويله ته وويل: «د مخالفانو دا ادعا چي دوی به د زابل مرکز یا ځیني ولسوالۍ سقوط کړي دا د دوی یو خوب او خیال دی. د والي صاحب په ګډون موږ ټول هره ورځ له امنیتي کمربند څخه لیدنه کوو، هلته سرتیري په لوړ مورال د خپلو خلکو ساتنه کوي، هیڅ د تشویش وړ خبره نه سته.»

د زابل ولايت خاک افغان ولسوالي یومخ او دایچوپان ولسوالۍ زیاتي برخي له تیرو لسو کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو په لاس کي دي.

عام زابلیان په جګړه کي له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چي د جګړې پر ځای دي د سولي په اړه خبرو اترو پرمختگ ته اوږه ورکړي او د شخصي ګټو پرځای دي د ملت په ګټه د سولي ږغ ته په رښتیا لبیک ووايي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار