1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په کابل کې ولې جینايي جرمونه ورځ تر بلې ډيریږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

کابل ښاریان وايي چې د جینايي جرمونو ډېرېدو ترې رواني خوندېتوب اخېستی. د افغانستان د نورو سيمو تر څنګه په زياته په پلازمېنه کابل کې د جرمونو ډېرېدو اصلي لاملونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3byYO
Symbolbild Handschellen
انځور: picture-alliance/chromorange/R. Tscherwitschke

د کابل ښار اوسېدونکی احسان الله احسان په یوه میاشت کې دوه ځله وسله والو غلو لوټلی.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: دغه وضعیت له رواني پلوه دومره اغیزمن کړی چې اوس په هر چا بې باوره وي: «دا ستونزه له هغه وخت راته پيدا شوې چې څه موده وړاندې وسله والو غلو د دويم ځل لپاره د چاقو او تومانچې په زور هر څه رانه واخيستل.اوس چې يوازې وم او غلی مې خواته کوم ناپېژانده کس راشي، سخت وډار شم او وايم هسې نه چاقو ورسره وي. په ټکسۍ کې د تګ پرمهال خو مې له زړه يو خدای خبر وي.»

هدفي وژنې، وسله والې غلاوې او د جرمونو بیلابیلې زړه بوږونکې بڼې هغه څه دي چې د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې د سازمان شویو جرمونو په تور یوشمېر کسان نیولي.

د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د کابل پولیسو نن دوه وسله وال موټرسایکل سپاره د هدفي ترورونو په ګمان نېولي، له دغو کسانو یو میل کلاشینکوف له دوه سوه ډيرو مرمیو سره او دوه عرادې موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي.»

ښاغلی ارین زیاتوي چې په کابل کې د هدفي وژنو په تور تېره اونۍ هم درې کسان نېول شوي وو.

خو ایا د کابل خوندېتوب لپاره دغه کړنې اغیزمنې دي؟

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل، د مجرمینو پر وړاندې د پولیسو اوسني ګامونه ځکه بې ګټې دي چې مسلکي نه دي: «تاسو وګورئ د کابل ښار په هغو سیمو کې ترور او وژنې کیږي چې تصور یې نه کیده، اول خو دا چې بې مسؤلیتي روانه ده او بل داسې کسان ګمارل شوي چې هغوی مسلکي وړتیا نه لري.»

اړوند: د جزا نړيوالې محکمې په افغانستان د جنگي جرمونو د څیړنې اجازه ورکړل

دغه کور ناستی جنرال زیاتوي چې «د جینايي جرمونو په تور ډیری کسان د بډو په بدل کې خوشې کیږي، نو ځکه په ښار کې د جرمونو کچه ورځ په ورځ لوړوالی مومي.»

ښاغلی یرغل ان دا هم نه ردوي چې ګواکې د دغو لویو مجرمینو تر شا دې حکومتي لاسونه هم وي: «یو ستر ثبوت یې دادی چې دغو مجرمینو ان د کابل په ښار کې د برق پاېي والوځولې، خو عاملین یې نه نیول کیږي، نو دا څوک دي او څنګه جرات کوي چې د ښار په مینځ کې بمونه والوځوي؟!»

د افغانستان بریښنا شرکت وايي، د جمعې په شپه ناڅرګنده وسله والو د کابل ښار پا احمد شاه بابا مېنه کې د ۱۱۰ کیلو ولټ بریښنا ستن په بم والوځوله، چې له امله یې د ستنې دوه فونډیشینونه ویجاړ شول.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي بکتاش دویچه ویله ته وویل، د امنیت په خوندېتوب کې د امنیتي سرتیرو سرښندنې د ستایلو دي، خو امنیتي پوښښ باید د ښار له منځه ناخوندې کوڅو ته ولېږدول شي: «امنیتي سرتیري باید د عمومي سرکونو پرځای کوڅو او فرعي سرکونو باید ګزمې او پلټنې وکړي، ځکې ډیری وسله وال غلاوې او نور جرمونه په همدغو کوڅو کې ترسره کیږي.»

د چارو کتونکي په کابل کې د نامسلکي امنیتي چلند ترڅنګ په هېواد کې د وزګارتیا او بي وزلۍ ډیریدل هم د جرمونو ډيریدو نور ستر لاملونه بولي.

افغانستان ته د کوید – ۱۹ ناروغی له راتګ سره سم له کابو دوه میاشتو راهیسې د کابل په ګډون ډيری ښارونه قرنطین دي او کاروبارونه په ټپه دریدلي.

جنرال طاهر یرغل وویل، د همدغه قرنطین له امله په کابل کې د جینايي جرمونو کچه لوړه شوې ځکه د وزګارو کسان شمېر ورسره ډیر شوی دی.

اسماعیل شاکر – کابل

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: