1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له خپلو وګړیو غوښتې چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې پر یوه هوټل له برید وروسته له خپلو اتباعو او بنسټونو څخه له افغانستان څخه د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KtjP
Afghanistan | Angriff auf Hotel in Kabul
انځور: AP Photo/picture alliance

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د سه شنبې په ورځ دغه برید ناورین وباله او ویې ویل چې چین له دې امله سخت ټکان خوړلی دی.

وانګ وین بین وویل: «د افغانستان اوسني امنیتی وضعیت ته په پام سره د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د چین اتباعو او ادارو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پیکینګ د دې پېښې په اړه د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د چین د اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب له پاره پریکړند اقدامات وکړي.

د چین دا پریکړه د طالبانو له پاره یوه ماتې ګڼل کیږي، څوک چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو د مخنیوی له پاره د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په موخه هڅي کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د چین رول ډیر مهم وباله.

چین غواړي د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې یو ښکاره رول  ولوبوي.

Afghanistan | Angriff auf Hotel in Kabul
انځور: REUTERS

چین یو له هغو محدودو هیوادونو څخه دی چې په کابل کې يې خپل سفارت پرانیستی ساتلی او له طالبانو سره یو نه یو ډول تعامل کوي.

همدارنګه د چین د بهرنیو چارو وزیر یو له هغه لوړپوړو چارواکو څخه وو چې پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته يې په مارچ میاشت کې کابل ته سفر وکړ.

په دې وروستیو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په یوه سیمه ایزه غونډه کې د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو او د طالبانو پر حکومت د بندیزونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه.داعش په کابل کې پر هوټل د برید مسئولیت منلی دی

د دوشنبې د ورځې د حملې د تلفاتو په اړه ضد او نقیض ارقام خپاره سوي دي. په داسې حال کې چې طالبانو یواځې د دریو تنو برید کوونکو د وژل کیدو او دوو مېلمنو د ژوبل کیدو خبر ورکړي وو، روغتیایي چارواکو بیا دغه ارقام لوړ ښودلی دي. طالبانو ویلي وه چې دا دوه بهرنې مېلمانه د هوټل له پنجرو څخه دباندې غورځېدلې وه او ژوبل سوي وه.

په سیمه کې یوه روغتون ویلي ول چې له برید وروسته ورته ۲۱ ژوبل کسان وروړل سوي ول چې درې یې له رسیدو مخکې ساه ورکړې وه.

د دغه بريد مسئوليت داعش په خپله انترنيتي پاڼه کي منلی او ادعا يې کړې ده چې په دې برید کې یې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .