1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ولي غیري قانوني مدرسې ورځ تر بلې ډیریږي؟

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

په اسلام اباد کي ډېری غیري قانوني مدرسې فعالیت کوي، خو چارواکي د سخت دریځو مسلمانانو د تند غبرګون له ویري د دغو اسلامي مرکزونو په وړاندي ګام نه پورته کوي.

https://p.dw.com/p/4J9o4
په اسلام آباد کې يوه مدرسه
په اسلام آباد کې يوه مدرسهانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

اته دېرش کلن عطاء محمد د پاکستان پلازمیني اسلام اباد په شاوخوا کي یو کوچنی خوراکه پلورنځی لري. دی د نورو ډېری دوستانو او خپلوانو په ډول د ښوونځیو له رسمي رخصتیو وروسته خپل کوچنیان د قران کریم زده کړي لپاره مدرسې ته لېږي. دغه ډول ډېری مدرسې په مسجدونو پورې تړلي وي او د جوماتونو مسئولين یې چارې پر مخ وړي.
د سویلي اسیا په دغه هیواد کي ټولي مدرسې باید له حکومت څخه د فعالیت اجازه لیک واخلي، خو له یادو مدرسو څخه يې ډېری بېله اجازه لیکه فعالیت کوي. 
هغه مدرسه هم، چي د عطاء محمد کوچنیان ورځي قانوني جوازلیک نه لري، خو دی وایی، هیڅ ورته مهمه نه ده.

اړوند: پاکستان: په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري وبا
 هغه دویچه ویله ته وویل: «زه اوس، له تاسو دا خبره اورم، چي مدرسه غیري قانوني ده، خو که چیري رښتیا هم دغه مدرسه اجازه لیک ونه لري، زما لپاره مهمه نه ده، زما لپاره دا مهمه ده، چي کوچنیانو ته مو ورښوول سي باید څنګه قرانکریم ښه سم زده کړي، هغه هم په وړیا ډول، دا زموږ ددین لپاره لوی خدمت دی.» 
یوه ډېره حساسه مسله 
ډېری پاکستانیان په دې اند دي، چي د حکومت لپاره به دا ډېره ستونزمنه وي، چي د یادوغیري قانوني مدرسو تړلو ته لستوڼي راپورته کړي. 
د هغه لیکلړ له مخي، چي د اسلام اباد پولیسو چمتو کړی، یوازي په دغه ښار کي ۵۶۲ مدرسې فعالي دي، چي له دې ډلي څخه يې ډیري یعني ۲۵۰ مدرسې ثبت او راجسټر نه لري. 
چارواکي وايي، هغوی د غیري قانوني مدرسو په وړاندي له ګام اخیستلو ډډه کوي، ځکه هغوی بېريږي، چي دغه اقدام به يې په منځلارې مذهبې ټولنه کي د سختدریځو مسلمانانو کلک غبرګونونه راوپاروي. 
د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي دویچه ویله ته وویل، په ټولیز ډول د پاکستان مسلمانان د دین په مسایلو کي ډېر حساس دي، په بنسټونو او اسلامي قوانینو کي هر ډول سموونه پر دیني چارو برید ګڼي. 
هغه د پنجاب ایالت د پخواني والي سلمان تاثیر او د مخکني فدرالي وزیر شهباز بهټي وژنو ته په اشارې سره وویل، هغوی غوښتل، چي په پاکستان کي د «توهین رسالت» په قانون کي اصلاحات راولي، په داسي حال کي چي له دغه قانون څخه په تکرار سره ناوړه ګټه اخیستل سوې ده. 

د اسلام آباد پوليس وايي په دغه ښار کې ۵۶۲ مدرسې فعاليت کوي
د اسلام آباد پوليس وايي په دغه ښار کې ۵۶۲ مدرسې فعاليت کويانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

اړوند: په پاکستان کې د مدرسې درو معلمانو خپله همکاره وژلې
په پاکستان کي دیني مدرسې زده کوونکو ته پر زده کړو سربېره خواړه، کالي او د اوسیدو ځای هم وړیا چمتو کوي. 
په ۲۰۰۷ مېلادي کال، چي پر «لال مسجد» (سور مسجد) او څنګ ته يې پر یوه مدرسه باندي پوځي عملیات وسول، نو ان مخکني پوځي ډیکټاټور ته لا هم په دې اړه د مرګ ګواښونه ورسېدل.
دغریبو کورینو زده کوونکي
د دیني مدرسو اکثره زده کوونکي د غریبو کورنیو دي، د دغو کورنیو لپاره دغه مدرسې ځکه ډېري مهمي دي، چي د دوی د کوچنیان لپاره د زده کړ یوازیني مرکزونه دي. په دې ډله کي د ګوتو په شمېر ځیني دیني مدرسې هم سته، چي د رسمی زده کړو زمینه زده کوونکوته چمتو کوي. 

پاکستان: په ديني مدرسو کې زياتره د بې وزلو کورنيو ماشومان زده کړې کوي
پاکستان: په ديني مدرسو کې زياتره د بې وزلو کورنيو ماشومان زده کړې کويانځور: Akhtar Soomro/Reuters


د اوږدمهالي پراختیا پالیسۍ د انسټیټوټ «SDPI» شننونکی شفیق منیر احمد وايي، په پلازمېنه کي د اکثرو مدرسو شاګردان د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالاتونو له لیري او غریبو سیمو څخه راځي. هغه زیاتوي، د دوی کورنیو داسي غریبي دي، چي ان خپلو اولادونو ته خواړه لا نه سي ورکولای، مګر دغه مدرسې بیا په وړیا ډول خواړه، لباس او د اوسیدو ځای شاګردانو ته چمتو او راتلونکی يې «تامینوي». 
احمد زیاتوي، یو شمیر د منځني قشر کورنۍ هم خپل کوچینان د زده کړو لپاره دغو مدرسو ته لېږي.   
ډیری مسجدونه غیري قانوني فعالیت کوي
دا یوازي مدرسې نه دي، چي بېله اجازه لیک څخه فعالیت کوي، بلکي د پلازمېني ډېری مسجدونه هم په غیري قانوني ډول جوړ او اداره کېږي. 

اړوند: په پاکستان کې د نرښځیو له پاره لومړۍ مدرسه
د اسلام اباد چارواکو په ۲۰۱۷مېلادي کال د یوې څېړني په پایله کي وموندله، چي د یاد ښار له ۴۹۲ مسجدونو څخه يې کابو نيمايي [۲۳۳] مسجدونه په غیري قانوني ډول پر دولتي مځکو جوړ او فعالیت کوي. 
دغه څېړنه ښيي، ډېری هغه مسجدونه، چي په غیري قانوني ډول فعالیت کوي، دولتي مځکو ته لاس غځوي ترڅو عبادتخونه، پخلنځی، هټۍ او نوري خوني د مسجد په بغل کي جوړي کړي. 
د ښاروالۍ یوه کارکوونکي دویچه ویله ته وویل، په دې وروستیو کلنو کي يې دغه ډول څېړني نه دي ترسره کړي، هغه دې ټکي ته په اشارې سره وویل، ادارې نه دي توانېدلي، چي د ملایانو د قوي مخالفت له امله ددغو غیري قانوني لاس غځونو مخ ونیسي.
د پولیسو یوه چارواکي فريد خان دویچه ویله ته وویل، دا مسؤلیت د ښاروالۍ دی، چي دولتي مځکي له غاصبینو وژغوري او دوی کولای سي له پولیسو مرسته وغواړي. 
 خان وايي، په پلازمېنه کي د غیري قانوني مسجدونو او مدرسو په وړاندي کوم ګام نه دی پورته سوی، ځکه چارواکي له روحانیونو او دیني عالمانو سره ځان نه اچوي، چي بیا کیدای سي د مذهبي خلکو احساسات را وپاریږي او پر وړاندي يې پر سړکونو او بازارونو له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو ته ونه هڅیږي.

اړوند: 
د اسلامی ایډیالوژۍ د شورا مشر قبله ایاز، چي پاکستان حکومت او ولسي جرګې ته په مذهبي چارو کي مشورې ورکوي، وايي، یو شمیر ملایان قانون او اسلامي زده کړي په داسي ډول بیانوي، چي پر غصب سویو مځکو د مسجدونو جوړولو ته لار هواروي.  
هغه په واضح ډول وايي، اسلام یوازي پر هغو ځایونو د عباتخانو جوړولو ته اجازه ورکوي، چي له څښتن څخه يې اجازه اخیستل سوې وي، دا توپير نه لري، چي دولتي مځکه ده که شخصي.

م. ا. س/ ب. ص (جميله اڅکزۍ)