1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

پاکستان: په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تيري وبا

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د پاکستان په ديني مدرسو کې پر ماشومانو جنسي تیری يوه بوږنوونکي مسئله ده. خو هر کله چې د جنسي تیري قضيې راسپړل کيږي، مذهبي کړۍ یې د مدرسو پر وړاندې د دسيسې په نوم د پټولو هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/3apbp
Pakistan Privatschule
انځور: Reuters/C. Firouz

د پاکستان د پنجاب ایالت د پاکپتن سيمې د مدرسې يوه ښوونکي پر يوه ۱۱ کلن ماشوم باندې د جنسي تیري هڅه کړې وه. تر دې پېښې وروسته دا ماشوم ويره لري.

د دې ماشوم ترور شازيه (مستعار نوم) اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل چې د معيد شاه په نوم تورن تن پر ماشومانو د جنسي تيري په مرض اخته دی او مخکې یې هم پر يو شمير هلکانو او نجونو جنسي تیری کړی دی.

هغې وویل چې د مدرسې دې ښوونکي پر يوې ماشومې د جنسي تیري پر وخت د هغې ملا ور ماته کړې وه. د شازيه په خبره د پاکستان په ديني مدرسو کې جنسي تيری د يوې وبا په څير خپور شوی دی.

د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله په پاکستان کې تر ۲۲ زرو زياتې راجستر شوې مدرسې موجودې دي. په دې مدرسو کې تر شلو لکو زيات ماشومان په زده کړو بوخت دي. پر دې سربیره په هيواد کې د هغو مدرسو شمير هم څو سوو ته رسيږي چې په رسمي توګه ثبت نه دي.

د دې خبري آژانس د رپوټ په حواله د پاکستان د پوليسو په مختلفو مرکزونو کې د ديني مدرسو د استادانو پر وړاندې په لسونو حقوقي دعوې ثبت دي، خو د څيړنې کارونه یې په ټپه ولاړ دي.

د رپوټ په حواله دې مدرسو ته زياتره بې وزله کورنۍ خپل ماشومان لیږي، څو هلته وړيا ديني زده کړې ترلاسه کړي. په دې مدرسو کې د شاګردانو ډوډۍ هم مفته وي.

د پوليسو په حواله د ديني ښوونکو له خوا پر ماشومانو د تیري او جرمونو دا تمايل ځکه هم شاتګ نه کوي چې په ډیرو قضيو کې د پوليسو په مرکزونو کې هیڅ رپوټ نه ثبتيږي. او که چيرې پوليسو ته خبره هم رسيږي نو نه دي ليدل شوي چې تورن کسان دې محکمه شي.

لومړي وزير عمران خان په مدرسو کې د عصري زده کړو د مروجولو اعلان کړی وو، خو تر اوسه په دې برخه کې هم کوم پرمختګ نه ترسترګو کيږي.

په ماضي کې هم مختلفو حکومتونو د مدرسو په عادي ښوونځيو د بدلولو او په عصري وسايلو د سنبالولو هڅه کړې وه، خو د پام وړ پرمختګ نه وو شوی.

د مدني کړيو په حواله مذهبي استادانو د يوې پياوړې ډلې شکل خپل کړی دی. د پوليسو د يوه افسر په خبره د اغيزمنو ماشومانو والدين جبراً د شکايت بيرته اخیستو يا چپ پاتيدو ته مجبوريږي.

د پاکستان په څېر هېواد کې د جنسي تيري ښکار شوي ماشومان ټول عمر له رواني او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګريوان وي. د صادق بلوچ په نوم د پوليسو يوه افسر د ديني مدرسو ښوونکي په منافقانه برخورد تورن کړل چې د ديني تعليم د خپرولو په پلمه ناوړه کړنې ترسره کوی.

دويچه ویله اردو