1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

بوره د کولمو گټوري باکتریاوي له منځه وړي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

هر هغه څه چي خورو، زموږ د کولمو پر میکروبیوم او روغتیا باندي اغیز کوي. پر موږکانو باندي یوه څېړنه ښيي چي بوره یا شکر د کولمو هغه باکتریاوي چي د چاغښت او ناروغیو مخه نیسي، له منځه وړي.

https://p.dw.com/p/4H9ix
Deutschland Haribo Gummibärchen
په جرمني کي د هاریبو په نامه مشهوره شیرینيانځور: Eibner-Pressefoto/picture alliance

چاکلیټ، بسکوټ او خوندور کیک غیر صحي دي.هر څوک پوهیږي چي د بورې زیات خوړل زموږ د روغتیا له پاره ښه نه دي. که څه هم دا یو تریخ حقیقت دی. دا معلومه خبره ده چي زموږ خوراک هضم کیدو ته پر لاره، په جهاز هاضمه کي خپل آثار پریږدي او د کولمو پر باکتریاوو خپل اغیز کوي.

اوس په نیویارک کي د کولمبیا پوهنتون پلټونکي د "Cell" په نامه ځانگړې مجله کي د یوې پلټني نتایج خپاره کړي چی ښيي، بوره یا شکر د موږکانو په کولمو کي پر میکروبیوم او وروسته د بدن پر معافیتي سیستم څه اغیز لري.

ښې یا خرابي باکتریاوي

په کولمو کي داسي باکتریاوي ژوند کوي چي د معافیتي حجرو د شمیر د زیاتیدو مسوولیت لري او د « ۱۷ ټي کومکي حجرو» په نوم یادیږي. پلټونکو ولیدل چي دغه معافیتي حجرې د موږکانو په کولمو کي د غوړو جذب تنظیموي.

سربیره پر دې پلټونکو دا وموندل چي شکر لرونکي خواړه د هغو ځانگړو باکتریاوو د ودي سبب کیږي چي د معافیت تقویه کوونکی میکروبیوم له منځه وړي. د دې کار په نتیجه کي لا ډیر غوړ د کولمو د غشا له لاري د موږکانو بدن ته ننوزي. په نتیجه کي د دغو موږکانو نه یوازي دا چي د بدن وزن ډیرسو، بلکي ناروغ هم سول. 

د آلمان د لیوبیک د ښار د طبي تغذیې د انستیتوت اجرایوي مدیر، کریستیان زینا ویلي: «د انسانانو په کولمو کي د شکر د اغیز څرنگوالی لا تر اوسه په بشپړ ډول مشخص نه دی. پر موږکانو باندي ډیري پلټني ترسره سوي خو د انسانانو د کولمو په هکله معلومات تقریباً نیمگړي دي. بیا هم دا ښکاره خبره ده چي ډېره بوره په قطعي ډول غیر صحي ده.»

د بورې اندازه باید په پام کي ونیول سي

هر هغه څوک چي په یوه ورځ کي ډېره شیریني خوري، سمدستي نه ناروغه کیږي. کریستیان زینا نه غواړي چي بورې ته کاملاً منفي شکل ورکړي. د تغذیې دغه ډاکټر وايي: »یو څه بوره چي په قهوه کي اچول کیږي، په هغې کي کوم مشکل نسته.« خو ډېره کمه پیښیږي چي له بوري څخه گټه اخیستنه په کمه اندازه پاته سي.

مېوه د شکري د مخنيوي له پاره اغېزناکه وسیله

د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» سپارښتنه کوي چي د بوري ورځنی مصرف باید شاوخوا ۲۵ گرام ته راکښته سي. دا د چای خوړلو د شپږ کاچوغو په اندازه دی. په امریکا کي له ناروغیو څخه د مخنیوي او کنترول د مرکز د یوې نظر پوښتني نتایج چي د ۲۰۱۷ م او ۲۰۱۸ م کال ترمنځ سوې، ښيي چي امریکایانو په اوسط ډول په ورځ کي د چای خوړلو ۱۷ کاچوغي بوره مصرف کړې ده. 

تیار خواړه لازیاته بوره لري

یوازي چاکلیت، بیسکوټ او کیک چي د ډیري بورې له امله مشهور دي، کومه ستونزه نه رامنځته کوي. بلکي په تیارو خوراکونو کي »پټه بوره« هم د بورې د ورځني استعمال د مصرف اندازه لوړوي. هر هغه څوک چي ډېر تیار خواړه کاروي، په چټکۍ سره یې بدن ډیره بوره جذبوي. د شکر لرونکو خوړو ډېر استعمال د دې سبب کیږي چي د ویني قند نه یوازي دا چي ډېر ژرلوړ سي، بلکي سمدستي راکښته هم سي.

ايا دارچيني په شکري د اخته کيدو مخنيوي کولاي سي؟

د یوه ښه بدیل نشتوالی

زینا ویلي چي عسل او په مصنوعي ډول خواږه سوي شربت، هر یو جلا خوند لري. هغه زیاتوي: »خو بیا هم دغه د تصفیه سوې بورې بدیل هم پرته له ستونزو نه دی. عسل او د آگاوې شربت هم د گلوکوز درلودنکي دي او بوره گڼل کیږي.

که پر موږکانو باندي د دغو تحقیقاتو نتایج په همدې ډول پر انسانانو باندي هم تأیید سي، نو امکان لري چي بوره د روغتیا د نړیوال سازمان او یا هم د تغذیې د کارپوهانو له خوا یو وار بیا تر ارزوني لاندي ونیول سي. خو اوسني ارقام هم د دې ښکارندويي کوي چي له بورې څخه کمه استفاده هم ډېره ده. له همدې کبله زینا ویلي: «موږ باید له هغه احساس څخه چي شیریني موږ ته ښه ده، ځانونه لیري وساتو.»

GP/NZ/DW Online