1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هرات کې په سينه بغل د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی

۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د سینه بغل په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوې.

https://p.dw.com/p/47tlJ
Afghanistan Kinder Hungersnot DW TV
انځور: DW

د هرات د حوزوي روغتون سر طبيب ډاکټر محمد عارف جلالي وويل، د دوى سروې ښيي چې په دغه ولايت کې درې سلنه ماشومان چې په سینه بغل ناروغۍ اخته دي د ناروغۍ د شدت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه زياته کړه: «له بده مرغه، په ماشومانو کې دا ناروغي لا ګړندۍ پر مخ ځي، په تېرو پنځو مياشتو کې په هرات ولايت کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ٢٠ سلنه زيات شوى دى.«

هغه وويل: »موږ اوس مهال د ماشومانو په روغتونونو کې 300 ماشومان لرو، چې 35 سلنه یې د سینه بغل ناروغي لري.»

جلالي په هرات کي د ماشومانو د سینه بغل په ناروغۍ د اخته کسانو د زیاتوالي لاملونه د روغتیايي مرکزونو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی وبلل.

مرستندويه سازمانونه: په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې

بل خوا د هرات يو شمېر اوسېدونکي په حوزوي روغتون کي د سینه بغل په څانګه کي د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکايت کوي. د هرات يو تن اوسيدنکی وايي: »زما ماشوم د سینه  بغل په ناروغۍ اخته شوو روغتون ته مي یوړ، خو په روغتون کې اسانتیاوې خورا محدودې دي، لازم درمل نشته او خلک له دې امله اندېښمن.»

په همدې حال کې د افغانستان په لوېدیځ کې کارپوهان وايي، د طالبانو له راتګ او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو له بندېدو سره په روغتیاېې مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول کم شوې، چې یاد کار د ناروغو ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

افغانستان کې لسګونه ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي

د چارو يو کارپوه شعیب کریمي په دې اړه وايي: «له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او د سینه بغل په ناروغیو د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ سلنې لاهم زیات شوی له یوې خوا د هرات د حوزوي روغتون یو شمیر کارکوونکي له هېواده وتلي او له بلې خوا د روغتیا په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدو له امله منفي اغیز شوې»

سینه بغل هغه ناروغي ده چې د میکروبونو له امله رامینځته کیږي  چې تبه، زکام، د سینې درد، ټوخۍ، او په ساه اخيستو کې مشکل ېې اصلي ستونزي دي.  یاده ناروغي معمولاً له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په نښه کوي او ډیری وختونه د افغانستان په سړو سیمو کي د یخنۍ په موسم کي د ناروغانو شمیر زیاتیږې.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال د سینه بغل د ناروغۍ له امله  ۳۰ زره ماشومان مري.