1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نګورنو قره باغ کې اوربند رامنځته شوی

۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

په نګورنو قره باغ کې آرمني پلوه بيلتون غوښتونکو د قفقاز په دغه سيمه کې د روسیې د سولې د ماموريت په منځګريتوب د اوربند اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Waaw
Berg Karabach | Russische Soldaten evakuieren Zivilisten
انځور: Russian Defence Ministry/TASS/IMAGO

آرمني پلوه بیلتون غوښتونکو وويل چې په باکو کې له حکومت سره د نګورنو قره باغ سيمې چې اکثريت وګړي یې آرمنيایان دي، په ګاونډي او دښمن هېواد آذرباېجان کې د مدغم کیدو په تړاو مذاکراتو سره هم توافق کړی دی. ویل شوي چې دا خبرې اترې به د پنجشنبې په ورځ پېل شي.

تر دې مخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې یو شمېر هېوادونو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د قفقاز په نګورنوقره باغ سیمه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې وه. د ګوتېرش ویاند سټیفن دوجاریک وویل: «سرمنشي په کلکه د جګړې د سمدستي پای ته رسیدو ، د تاوتریخوالي کمولو، د ۲۰۲۰ م کال د اوربند د تړون د عملي کولو او د نړیوالو بشري فوانينو د رعايت غوښتنه کړې ده.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د نګورنو قره باغ په کړکېچنه سیمه کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی وو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. شولڅ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي بحث کې وویل: «زه باوري یم چې نوي پوځي فعالیتونه به يوازې د يوه بن بست سبب شي.« هغه وويل چې دا جګړه بايد پای ته ورسيږي. نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د دې ستونزو حل يوازي د «ډیپلوماسۍ له لارې» او په خبرو اترو ترسره کیدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له واکمن الهام علي يف سره په ټیلیفوني تماس کې ټینګار کړی چې جګړه پوځي حل نه لري او دواړه لوري باید خبرې اترې بیا پیل کړي.

فرانسې دې پوځي عملياتو  ته په کتلو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د «بیړنۍ غونډې» غوښتنه وکړه.

د اذربایجان نګورنو قره باغ جګړه
د اذربایجان نګورنو قره باغ جګړهانځور: Oldhike/TASS/dpa/picture alliance

د لږ تر لږه د ۲۷ کسانو وژل کیدل

د نګورنو قره باغ پر سرله اوږدې مودې روانې لانجې په ترڅ کې آذربایجاند سه شنبې په ورځ د قفقاز په دې لانجمنه سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. په ارمنستان کې د نګورنو قره باغ د نمایندګۍ له مخې، د سیمې پلازمینه استپاناکرت او نور ښارونه تر سختو بريدونو لاندې نيول شوي.

ارمني پلوه ځواکونو د دوو ملکي وګړو په ګډون د لږ تر لږه ۲۷ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي. له ۱۶ سيمو څخه تر ۷۰۰۰ ډېر اوسیدونکي خوندي ساحو ته انتقال شوي دي.

د سيمو د تخليه کولو په ترڅ کې يوه بله لویه ستونزه د تیلو کمښت دی چې له یوې میاشت راهیسې د آذربایجان له خوا د ارمنستان او نګورنو قره باغ ترمنځ د لارې د بنديدو له کبله رامنځته شوی دی.

باکو د نګورنو قره باغ د بشپړ کنټرول په لټه کې دی

آرمني پلوه ځواکونو ویلي ولد  اذربایجان ځواکونو د سه شنبې په ورځ هڅه کړې وه چې د نګورنو قره باغ سیمه کې ژور پرمختګ وکړي. په همدې اساس، د اذربایجان وسله والو ځواکونو توپخانې،توغندي او جنګي بې پیلوټه الوتکې وکارولې. د فرانسې خبري اژانس AFP راپور ورکړی چې پر استپاناکرت د سه شنبې تر ماښامه بريدونو دوام درلود.

آرمنستان، په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته په ايريوان کې مظاهرې
آرمنستان، په ناګورنو قره باغ کې د اذربایجان د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته په ايريوان کې مظاهرېانځور: Vahram Baghdasaryan/Photolure/REUTERS

په ایروان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان، د آذربایجان په یوه تلویزیون کې «د ځمکنیو پوځونو کارولو» د عملياتو څخه خبره وکړه چې موخه یې په دغه سیمه کې « نسل وژنه » ده.

په همدې حال کې د ارمنستان په پلازمینه ايروان کې په سلګونو کسانو د پاشینیان پر ضد مظاهرې وکړې. دوی هغه د نګورنوقره باغپه دفاع کې په پاتې راتلو تورن کړ او د استعفا غوښتنه یې وکړه. په  ايروان کې د روسیې سفارت هم د قهرجنو کسانو له خوا محاصره شوی وو. له پولیسو سره نښتې وشوې، چې له لاسي بمونو پکې کار اخيستل شوی وو. د روغتیا وزارت په وینا، ۱۶ پولیس افسران او ۱۸ مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

د نړیوال قانون له مخې نګورنو قره باغ په تیلو او ګازو بډایه هېواد آذربایجان پورې اړه لري،  خو په دغه  سیمه کې د ارمنیانو شمیر او اغیز ډير دی. اذربایجان او ارمنستان د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې د دې سیمې پر سر په جګړه بوخت دي او له همدې امله یې دوه ځله جګړې هم کړې دي.