1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورستان کې د ځمکې ښوېدنې له کبله درانه تلفات اوښتي

۱۴۰۲ بهمن ۳۰, دوشنبه

په نورستان کې طالبان وايي چې د سختو اورښتونو او واورو په نتيجه کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۲۵ کسان مړه شوي دي. ويل شوي چې ښايي د مړو شمير نور هم لوړ شي.

https://p.dw.com/p/4cYqH
په نورستان ولایت کې غره ښوېدنې تلفات اړولي
په نورستان ولایت کې غره ښوېدنې تلفات اړوليانځور: DW

طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۱۹) ويلي دي چې د هېواد په ختيځ ولايت نورستان کې د ځمکې ښوېدو له کبله څه نا څه شل کورونه ويجاړ شوي دي.

يوه سيمه ایز چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې واوره اوس هم وريږي او په لادرکه شويو پسې لټه هم روانه ده. هغه وويل چې ډېر احتمال شته چې د مړو شمېر به لوړ شي.

د نورستان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بيان، رسنيو ته په استول شوي ويډيويي کليپ کې ويلي دي چې پېښه د نورستان ولایت د نورې ګرام ولسوالۍ د تېتين درې په نقره کلي کې يکشنبه شپه ناوخته رامنځته شوه.

نوموړي وويل: «تر اوسه د پنځو کسانو مړي را ايستل شوي دي او څه نا څه ۲۵ جسدونه چې زياتره یې ښځې، ماشومان او سپين ږيري دي، تر خاورو لاندې دي.»

خو تر دې يو څو ساعته وروسته پېښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارت وياند جانان سايق، وويل چې د مړو شمير ۲۵ تنو لوړ شوی دی. نوموړي د دې په زياتولو سره چې ښايي د مړو شمير نور هم ډېر شي، وويل: «د ځمکې ښوېدو په پېښه کې کابو ۲۵ کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپيیان دي.»

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئيس حق بيان، وويل چې سيمې ته اړونده اورګانونه او چارواکي رسېدلي دي او د شا او خوا کليو د اوسيدونکو په مرسته له خاورو څخه د جسدونو د را ایستلو کارونه روان دي.

مولوي حق بيان، وويل چې د درنو اورښتونو او واورو وروسته رامنځته شوې دې پېښې د شل او ۲۵ ترمنځ کورونه جزوي او يا په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.

په نورستان کې د ټولګټو چارو رياست مشر مولوي محمد نبي عادل، وويل چې د واورو له کبله ولایت ته غځيدلې لويه لاره بنده ده او دې د «ژغورني عمليات نور هم  سخت» کړي دي.

نوموړي وويل: «د وریځو او اورښت له کبله څرخي الوتکې هم په نورستان کې ناسته نه شي کولی.»

د افغانستان نورستان ولایت چې له پاکستان سره پوله لري، يوه غرنۍ سیمه ده ډېر ځنګلونه لري او جنوب لوري ته د هندوکش غرونو لړۍ سره لګېدلې ده.

افغانستان چې ژمی یې معمولاً سخت وي، سږ کال پکې واوره په ځنډ سره پېل شوه.

د اورښتونو غير معمولې ټيټې کچې له کبله د داسې يوه هېواد بزګر چې پر زراعت تکيه کوي، ډيری يې دېته اړ کړل چې د نويو فصلونو کرهنه وځنډوي.

افغانستان چې د څو لسیزو جګړې هم ځپلی دی، د اقليمي بدلون سره د تړلو طبيعي پېښو او شديدو موسمي پديدو له کبله هم کړيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب