1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګوتریش د اقلیمي بحران سره په مبارزه کي د رکود څخه شکایت وکړ

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش نړی د اقلیمي تغیراتو په دلیل د «ژوند او مرګ سره د مبارزې» په حال کي ویني.

https://p.dw.com/p/4HiLN
Symbolbild Spanien Klimawandel Klimaprotest FFF
انځور: Clara Margais/dpa/picture alliance

تر ټولو دمخه هغه د جي شل پرهیوادونو باندي تور ولګاوه، چي د کُرې د تودیدو په مقابل کي لازم اقدامات نه تر سره کوي. په خبره یې د دغو هیوادونو تعهدات بیخي ډیر لږ دي او هغه هم ډیر ناوخته عملي کیږي. ګوتریش په نیویارک کي د وینا پر وخت انتقاد وکړ او ویې ویل، پداسي حال کي چي اقلیمي تغیر او د هغه څخه رامنځته کیدونکي ګډوډۍ په شدت سره پر مخ روانې دي ، بیا د اقلیم او طبیعت ساتلو ته ډیره لږ توجه کیږي. په خبره یې د کاربن ډای اکسایډ او مضره ګازونو استحصال د ریکارد درجې ته پورته سوی دی او نور هم لوړیږي.