1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې ۴۰ مهاجر ژغورل شوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

په مديترانې سمندرګې کې له يوې کښتۍ څخه ۴۰ کسان ژغورل شوي دي. د عيني شاهدانو په حواله ۴۰ تنه نور مهاجر لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4WEhE
آرشیف انځور: د یوه مرستندویه سازمان له لوري په مدیترانې سمندرګي کې د مهاجرو د ژغورلو عملیات
آرشیف انځور: د یوه مرستندویه سازمان له لوري په مدیترانې سمندرګي کې د مهاجرو د ژغورلو عملیاتانځور: Jeremias Gonzalez/AP/picture alliance

 په مديترانې سمندرګې کې له يوې کښتۍ څخه ۴۰ کسان ژغورل شوي دي. د عيني شاهدانو په حواله ۴۰ تنه نور مهاجر لادرکه دي.

د هامبورګ د «ريسک شېپ» ټولنې د «نادیر» په نوم د ژغورنې کښتۍ په مديترانې سمندرګی کې څلويښت انسانان ژغورلي دي. د سې شنبې په ورځ د دغه ټولنې له خوا ويل شوي چې دا مهاجرد تونس ساحل ته څېرمه  په يوه کښتۍ کې موندل شوي چې تر حده زیات کسان پکې سپاره ول.

زياته شوې چې ژغورل شوي د دوشنبې په سهار په خوندي توګه لمبېدوزا ټاپو ته انتقال شوي دي. خو زیاته شوې چې د عيني شاهدانو په حواله ۴۰ نور مهاجر لادرکه دي.

دمديترانې سمندرګي لارهپه نړۍ کې د غیر قانوني مهاجرت په تر ټولو خطرناکو لارو کې شمېرل کیږي. د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM)  په حواله د روان ميلادي کال له پېل راهېسې تر ۲۳۰۰ ډېرو کسانو پر دې لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا لادرکه دي.