1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: سږ کال ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې پر لويه لاره مړه شوي دي

۱۴۰۲ تیر ۲۴, شنبه

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل، څه باندې ۲۸۹ ماشومان د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Twg3
م.م: سږ کال ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې لاره مړه شوي دي
م.م: سږ کال ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې لاره مړه شوي ديانځور: Alessandro Serranó/AGF/Avalon/Photoshot/picture alliance

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل، څه باندې ۲۸۹ ماشومان د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف ویلي، دا د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ثبت شوې شمېر دوه برابره ده، له همدې کبله له اروپا څخه غوښتنه کوي څو د ماشومانو د خوندیتوب له پاره د خوندي، قانوني او د لاسرسي وړ لاري پراخې کړي.

د مهاجرو د دوو کښتیو ډوبیدو په پایله کې ۴ تنه مړه او ۲۳ لادرکه دي

د مهاجرت او بې ځایه کیدو په برخه کې د یونیسف نړیواله مسئوله ، ویرنا کناس، وویل چې ریښتیني ارقام ممکن ډیر وي ځکه چې په مرکزي مدیترانې کې ډیری داسي کښتۍ ډوبه شوې چې پاته شوونې یې هیڅ ندي موندل شوي او ثبت هم ندي.

ملگري ملتونه: په مدیترانه کي د مهاجرو په مړینه کي اروپایی ټولنه هم مسووله ده

هغې زیاته کړه "د هغو ماشومانو شمیر چې اروپا ته د رسیدو له پاره د مدیترانې له بحیرې څخه د تیریدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د تیر کال د ورته مودې په پرتله دوه چنده شوی دی."

د یونیسف دا نړیواله مسئوله وایې: «سږ کال زموږ د اټکل له مخې څه د پاسه ۱۱،۶۰۰ ماشومان د مدیترانې د سمندر له لاري تیر شوي دي چې دا شمیره د تیر کال په پرتله دوه برابره ده.»المان په مديترانه کې د اروپایي ټولنې د ژغورنې ماموریت غوښتنه کړې

یونیسف وویل چې د ۲۰۲۳ په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۳۳۰۰ ماشومان د هغې ۷۱ سلني ټولو ماشومانو څخه چې اروپا ته د د مرکزي مدیترانې له لاري رسیدلي ، بې سرپرسته او یوازي ثبت شوي دي.