1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند او پاکستان کې د توپان ګواښ: سل زره انسانان تخليه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

په هند او پاکستان کې د يوه سمندري توپان د ګواښ له کبله چې د دغو هېوادونو ساحلونو ته پر لاره دی، تر سلو زرو ډېر انسانان تخليه شوي دي. د چهار شنبې ورځې وړاندوينه ښيي چې توپان کورونه ويجاړولی او د بريښنا پايي چپه کولی شي.

https://p.dw.com/p/4SZAf
آرشيف انڅور: په هند کې د فاني په نوم توپان
آرشيف انڅور: په هند کې د فاني په نوم توپانانځور: ZUMA Press/imago images

د هوا د څار دولتي ادارې له خوا ويل شوي دي چې د «بيپرجوی» په نوم سمندري توپان چې په بنګالي ژبه د «ناوړه» معنی ورکوي، په عربي سمندرګي کې خپله لاره وهي او انتظار کيږي چې د پنجشنبې په ماښام به د يوه «ډېر شديد سمندري توپان» په شکل کې ساحلونو ته ورسيږي.

د ۳۲۵ کيلومترو په ساحه کې چې د هند د ګجرات ايالت د مندوي سيمې او پاکستان د کراچۍ ښار ترمنځ غځيدلې ده، د چټکو بادونو، توپانو او سخت اورښتونو وړاندوينه شوې ده. 

په هند کې وضعيت

د هند د هوا پيژندنې ادارې اټکل کړی دی چې توپان به د پنجشنبې په ورځ ناوخته موده د جاکهاو بندر ته څيرمه سيمه اغیزمنه کړي او په دودیز ډول له خټو او لوخو د جوړو شويو کورونو په بشپړه توګه له ويجاړيدو خبرداری یې ورکړی دی.

اړونده موضوع: د هند سمندري توپان اوډیشا ایالت ته رسیدلي

په وړاندوينه کې ويل شوي چې په سمندر کې لا دمخه په ساعت کې ۱۸۰ سرعت لرونکي بادونه چليږي.

دمګړۍ اټکل کیږي چې وچې ته په رسيدو به د دغه توپان سرعت په ساعت کې د ۱۲۵ څخه تر ۱۳۵ کيلومترو ته ورسيږي چې په ځينو ځايونو کې به یې د بادونو سرعت په ساعت کې حتی تر ۱۵۰ کيلومترو ډېر وي. 

د هند په ګجرات کې د ژغورنې د عملياتو يوه افسر سي. سي پټيل وويل: «له ساحلي او کښته پرتو سيمو څخه کابو ۴۷ زره کسان خوندي ساحو ته انتقال کړل شوي دي.» د چهار شنبې په ورځ به نور کسان هم تخليه شي.

په هند کې هوا پيژندونکو «پراخې ويجاړې» د احتمال څخه خبرداری ورکړی دی چې فصلونه به ويجاړ کړي او «د بريښنا او مخابراتو پایې به را چپه کړي». همدا راز د سړکونو او ريل ګاډو ترافيک د اخلاليدو خبره هم شوې ده.

د منداوي په ساحلي ښارګوټي کې د چهار شنبې په ورځ سړکونه خالي ول او په داسې حال کې  چې پر ساحل تيز بادونه چليږي، ځيني وږي کوڅه ډب سپې د خوړو په لټه کې دي.

د هند د ګجرات په ساحل کې د چهار شنبې په ورځ د کب نيونې څخه د ډډې کولو لارښوونه شوې، په داسې حال کې د وضعيت د خرابيدو وړاندوينه شوې ده.

د هند ممبي ښار ساحل کې د بيپرجوی توپان تر مخه وضعيت
د هند ممبي ښار ساحل کې د بيپرجوی توپان تر مخه وضعيتانځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance

د هند طبيعي ناورينونو ته د غبرګون ملي ځواک يوه لوړپوړي چارواکي محسن شاهدي خبريالانو ته وويل: «په ځينو کښته پرتو سيمو کې د سېلابونو امکان شته او موږ دغه وضعيت ته چمتو يو.»

اړونده موضوع: بنگله دیش کې مورا، سمندري توپان زیانونه اړولي

په هند کې تر اوسه د چټکو بادونو په پایله کې دوو ماشومانو د ديوال د چپه کیدو او يوې ښځې په داسې حال کې ژوند له لاسه ورکړی دی چې د موټر سايکل چلولو پر مهال پرې ونه را چپه شوې وه.

په پاکستان کې څومره چمتووالی نيول شوی؟

د پاکستان د اقليم بدلون وزيرې شيرين رحمان، د چهار شنبې په ورځ وويل چې د هيواد له جنوب لویديځ ساحله کابو ۶۲۰۰۰ کسان تخليه شوي دي او په ښوونځيو او کالجونو کې په رامنځته کړل شويو ۷۵ موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړې وويل چې کب نیونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی دی چې سمندر ته نه ځي او همدا راز کوچنيو الوتکو ته هم د نه پرواز لارښوونه شوې ده. په کراچۍ ښار کې هم چېرې چې کابو ۲۰ ميليونه انسانان ژوند کوي، د سېلابونو خطر موجود دی.

شیرين رحمان په اسلام آباد کې خبريالانو ته وويل: «موږ د احتياط تګلاره عملي کوو، د دې پر ځای چې کښينو او انتظار وباسو.» هغې زياته کړه: «د خلکو ژوند ژغورل مو لومړيتوب دی.»

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې په سيند ايالت کې په ساعت کې تر ۱۴۰ کيلومتره پورې سرعت لرونکو بادونو او په سمندر کې د توپانه چې څپې به یې ۳،۵ مترو ته رسيږي، اټکل کړی دی.

ساينس پوهان خبرداری ورکوي چې د نړۍ د تودوخې د لوړيدو له کبله توپانونه وار په وار نور هم قوي شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)