1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان او باميان کي ۶ کسان د لامبو پر وخت ډوب سوي

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

په تيرو دوو ورځو کي ۶ ځوانان د لامبو پر وخت په باميان او لغمان کي ډوب سوي دي. د طالبانو مسوولينو د دغو ځوانانو د مړيني خبر تأييد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4U7Pu
بند امیر اولین پارک ملی افغانستان و یکی از محل های گردشگری
بند امیر:د افغانستان لومړنی ملی پارک او د سیاحت له پاره یو له په زړه پوري ځایو څخهانځور: Najibullah Musafer

د سه شنبه په ورځ څلور ځوانان د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کي په يوه وياله کي د لامبو پر وخت ډوب سوي دي. د طالبانو سيمه ايزو چارواکو په دغه ولايت کي د نوموړو ځوانانو د مړيني پيښه تائيد کړې ده.

«د بند امیر ملي پارک لیدلو ته نکاح خط غوښتل کيږي»

همدارنگه په ورته پيښه کي د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ دوه اوسيدونکي چي سره وروڼه وه، پس له هغه چي د تفريح له پاره بند امير پارک ته تللي ول، د لامبو پر وخت ډوب سوي دي. په باميانو کي سيمه ايزو چارواکو د دغو دوو ځوانانو د مړيني خبر هم تائيد کړی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د هوا په گرميدو سره ډېر ځوانان هغو سيمو ته ځي چي د لامبو وهلو له پاره ځايونه لري. خو عمومي ننگونه داده چي ځيني کسان په لامبو کي ډېر مهارت نه لري او دا کار د دې سبب کيږي چي د اوبازۍ پر وخت ډوب سي.

«په یوه اونۍ کې ۵۰ زره کسانو له بند امیر لیدنه کړې ده»

د باميان ولايت اوسيدونکي محمدنسيم وايي چي «هرکال ځيني سيلانيان په بند امير کي د لامبو پر وخت ډوبيږي او د هغه علت په اوبازۍ کي د مهارت نه درلودل وي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د باميان دغه اوسيدونکي وايي چي په بند امير کي اوبه ډيري ژوري دي او هغه کسان چي پکښي لامبي، بايد ښه اوبازي يې زده وي که نه نو ډوبيږي.

د ناصر په نامه د کابل اوسيدونکي په دې باور دی چي په وياله يا رود کي لامبو وهل د اوبازۍ د حوض په پرتله توپير لري او هغه کسان چي په حوضونو کي اوبازي کولای سي، بايد په ويالو کي د اوبازۍ پر وخت ډير احتياط وکړي، دا ځکه چي په حوضونو کي اوبه ولاړي وي او په ويالو کي بيا هغه جريان لري. د هغه په خبره ډيری وخت بې احتياېي د مړيني سبب گرځي.

GP/NZ/Adeli, Ghazanfar