1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بند امیر ملي پارک لیدلو ته نکاح خط غوښتل کيږي»

۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبه

بند امير ملي پارک په دوبي موسم کې ډېر سيلانيان لري، خو اوس ويل کیږي چې د طالبانو له خوا محدوديتونو دغه بهير ټکنی کړی دی. عيني شاهدان وايي چې اوس هلته له کورنيو څخه نکاح خط غوښتل کيږي.

https://p.dw.com/p/4TgNg
Afghanistan Taliban Jahrmarkt
انځور: AFP/Getty Images/Wakil Kohsar

بند امیر ملي پارک د کورنیو د تفریح له پاره یو مشهور ځای دی. که څه هم طالبانو په پارکونو کې د ښځو پر حضور بندیز لګولی، خو بیا هم یو شمېر کورنۍ بند امیر ته د تفریح ​​له پاره ځي. د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى چې د بند امیر په څو کلیومترۍ سیمه کې اوسېږي، وويل چې د طالبانو سرتېري په عمومي دروازه کې له هغو سیلانیانو چې له کورنۍ غړو سره يو ځاى وي، د نکاح خط غوښتنه کوي او هغه څوک چې دا سند ونه لري ورسره سخت چلند کېږي.

په دې اړه اړوند مطلب: بامیان په لوی اختر کې د ۲۵ زره سیلانیانو کوربه وو

یاده سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې طالبانو پر ځوانو جوړو او هغو کسانو چې اولاد نه لري، زيات فشار راوړي تر څو دا ثابته کړي، چې دوی مېړه او مېرمن دي. که دوی د ثبوت له پاره سند ونه لري، د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول کېږي او د تحقیق له پاره د بامیان مرکز ته رسول کېږي. د باميانو اوسېدونکى(په مستعار نوم)  احمد ولي چې په دې وروستيو کې بند امير ته تللى، وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکوونکي په بند امير کې ګزمې کوي او کورنيو، ښځو او نجونو ته د اسلامي حجاب اغوستلو توصیه کوي او د بي حجابۍ د پایلو په اړه ګواښ کوي.

هغه زياته کړه، چې د دې ادارې کارکوونکي څو ځوانې جوړې د نکاح خط د نه لرلو په تور نيولي او د څېړنو له پاره يې د باميان مرکز ته انتقال کړي دي. د بامیان ولایت یاد اوسیدونکی زیاته کړه: «زه د دې شاهد وم چې طالبانو په امنیتي کمربند کې له یوې نجلۍ او یو ځوان هلک څخه نکاح خط وغوښت، ځوان هلک وویل چې د نکاه سند نه لري او دواړه ونیول شول. داسې اوازې وې چې دوی یې د بامیان مرکز ته وړي.»

احمد ولي زیاته کړه چې په بامیان کې شخصي او مدني ازادي تر پښو لاندې شوې او هره شیبه د طالب سرتېرو چلند او پلمې لټول حس کېږي. خلک کولی شي یوازې په بند امیر کې خواړه وخوري، په کښتۍ کې سپاره شي او عکسونه واخلي. په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې، خلکو لوبې او تفریح کولې او د خپلې خوښې وړ موسیقي یې اوریدله.

اړوند مطلب:بامیان: له نجونو پرته ژمنی سپورټي فیسټوال پای ته ورسید

د کابل یو اوسیدونکی چې په دې وروستیو کې بند امیر ته تللی وايي چې په پښتو ژبه یوازې د طالبانو د نعتونو او سندرو غږونه اورېدل کېږي چې د دې ډلې سرتېري یې اوري. دغه ملي پارک ته د سيلانيانو د شمېر په اړه مشخصې شمېرې نشته. په بامیان کې یوې سیمه ایزې سرچینې ویلي دي چې په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ کمښت راغلی دی، خو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه بند امیر ته په طالبانو پورې د تړلو کسانو شتون زیات شوی دی. یاده سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل، طالبان د پخواني حکومت له موټرو او سپکو او درنو وسلو سره بند امير پارک ته ننوځي، موټرونه منع شویو سيمو ته وړي چې له دې سره ګډوډي رامنځته کېږي.

د بامیانو ولایت د پوهنتون استاد محمد رضا ابراهیمي وايي چې د دې ولایت د ترانسپورتي لارو امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو یوازې امنیت د ګرځندویانو له پاره کافي نه دی. هغه زياته کړه، که خلک او کورنۍ له خپلو غوښتنو سره سم په ازاده توګه تفريح ونه شي کړای او له فردي او مدني ازاديو څخه برخمن نه وي، د ګرځندویانو انګيزه به له منځه ولاړه شي.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

د ګرځندویانو د رواني او ټولنیز امنیت نشتوالی، د سیاحتي خدمتونو نشتوالی او کلتوري محدودیتونو په دغه ولایت کې د ګرځندویانو صنعت زیانمن کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې په عمومي ډول تفریحي ځایونو او پارکونو ته له تګ څخه منع شوې دي. د واده سند په لرلو سره، جوړې کولی شي بند امیر ملي پارک ته له خپلو کورنیو سره یوځای ورشي. طالبانو د بند امیر پارک د ټکټ بیه ۲۰ سلنه لوړه کړې ده.