1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهقطر

په قطر کې اعدام ته منتظر هندي اتباع څوک دي؟

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د اسرائیل له پاره د جاسوسۍ په تور په قطر کې د اتو نیول شوو هندي اتباعو د خوشې کیدو له پاره هر ډول هڅې روانې دي. دا ټول د سمندري ځواکونو پخواني کارمندان دي.

https://p.dw.com/p/4YCf1
Katar I Strafgericht von Doha
انځور: EPA/STRINGER /dpa/picture alliance

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر، په قطر کې د نیول شوو دغو هندي اتباعو له کورنیو سره لیدلي دي. شنکر ویلي چې د دغو کسانو خوشې کیدل د هند د حکومت له پاره ډیر مهم دي. د هندي رسنیو په حواله دغه ۸ هندیان د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې په دوحه کې نیول شوي وو. په  دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په لوړو پوستونو کې یې کار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې هغه د دغو هندیانو د «کورنیو د انديښنو او ستونزو» په هکله په بشپړ ډول خبر دی او حکومت د دغو کسانو د خوشې کیدو له پاره هر ډول کوښښونه جاري ساتلي دي.

قطر په دې هکله هیڅ ډول رسمي اعلامیه نه ده ورکړې او نه یې دغه تورونه عام کړي دي. د یادونې وړ ده چې ډیر لږ داسې پيښیږي چې په قطر کې دې د اعدام سزا عملي شي.

د هند د سمندري ځواکونو مشر جنرال آر هري کمار د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د حکومت له خوا د دغو کارمندانو د خوشې کیدو په خاطر هر ډول هلې ځلې روانې دي. دغه اسلامي هیواد په اصل کې د عمري بند سزا د اعدام د سزا مترادفه ګڼي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله دغو کسانو له خلیجي کمپنۍ الضحره سره کار کاوه. یاده کمپنۍ د ایروسپيس، امنیت او دفاعي برخو کې فعالیت کوي.

د «دي هندو» ورځپاڼه ادعا کوي چې دغو کسانو د یوه دریم هیواد له پاره جاسوسي کوله، په داسې حال کې چې «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې بیا د سرچینو په حواله ویلي دي «پر دوی د اسرائیل له پاره د جاسوسۍ تور لگول شوی وو».

د اسرائیل حکومت پر دې موضوع هیڅ ډول تبصره نه ده کړې. د دې کسانو له ډلې څخه یې د یوه خور میتو بارګوا د دغو تورونو په ردولو سره وویل: «زما د ورور عمر ۶۳ کاله دی. هغه به ولې د اسرائیلو له پاره جاسوسي کوي؟ آیا هغه په دې عمر کې داسې یو کار کولی شي؟»

تیره اونۍ د هندوستاند بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې له قطري چارواکو سره به پر دې موضوع خبرې وکړي، او له هندي اتباعو سره به هر ډول قونسلي او قانوني همکاري وشي.

نوی ډهلي له دوحې سره تاریخي دوستانه اړیکې لري. قطر هند ته د طبعي ګازو صادرونکی مهم هیواد دی. د قطر هیواد له څه باندې دوه نیم میلیونه (۲۸ لکه نفوس) څخه تر دوه پر دریمه هم ډیره برخه یې بهرني کارګر دي چې زیاتره یې هندي اتباع دي. 

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص