1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندي‌ شرکت اسرائيلو ته د يونيفورمونو لېږل درولي

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

په نژدې ختيځ کې د جګړې پرمهال د هند د ټوکر جوړونې شرکت ماريان آپارل له اسرائيلي پوليسو سره د يونيفورمونو اوږدمهاله تړون لغوه کړی دی. دوی دغه کار يوه »اخلاقي پرېکړه« بللې ده.

https://p.dw.com/p/4Xr3Z
Israelischer Polizist
انځور: Getty Images/Afp/Abbas Momani

د ماريان آپارل د ټوکریا تکه جوړونکي شرکت اجرائيوي مشر، توماس اوليکل، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې دا »يوه اخلاقي پرېکړه« وه. اوليکل دا هم وويل چې په غزه کې پر يوه روغتوند راکټ اصابت او په جګړه کې د »په زرګونو بې ګناه خلکو له لاسه ورکولو« دغې پرېکړې ته لاره هواره کړې ده.

د ماريان آپارل شرکت به اوس لومړی تر دسمبر مياشتې پورې په تړون کې شوې ژمنې پوره کړي، خو د شرکت مشر وويل چې نوي فرمايشونه به نور نه منل کيږي. د شرکت په خبره »موږ حاضر يو چې تجارت به يوځل بيا پيل کړو، کله چې بېرته سوله تامين شي.«

  ياد شرکت د خپلو څرګندونو له مخې د ۲۰۱۵م کال راهيسېاسرائيليپوليسو ته يونيفورمونه ګنډي چې شمېر يې په کال کې ۱۰۰ زرو ته رسيږي. د ياد شرکت نور مشتريان فيليپين او سعودي عربستان هیوادونه دي. د ماريان آپارل شرکت سره تقريبا ۱۵۰۰ نفره کار کوي.

د غزې د يوه روغتون په احاطه کې مرګوني راکټي اصابت په ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. اسرائيل او نيمه پوځي فلسطينيان يو پر بل باندې د بريد پړه اچوي.