1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفنلنډ

په فنلنډ کې د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو پيل شو

۱۴۰۲ بهمن ۲۲, یکشنبه

فنلنډ کې نن یکشنبه د فبرورۍ ۱۱مه خلک د ولسمشرۍ ټاکنو په دوهم پړاو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي. د ولسمشرۍ څوکۍ ته دوه مخکښ نوماندان ولاړ دي او شاوخوا ۴ اعشاريه ۳ میلیونه کسان به خپلې رايې کاروي.

https://p.dw.com/p/4cGkV
Bildkombo | Alexander Stubb und Pekka Haavisto
انځور: Kimmo Penttinen/Lehtikuva/AFP/Getty Images | Pepe Korteniemi/LEHTIKUVA/AFP/Getty Images

نن شاوخوا ۴ اعشاريه ۳ ميلیونه په شرایطو برابر فنلنډيان د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو له پاره رايې ورکوي. د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ټاکنو له لومړي پړاوه راوتلي دوه مخکښ نوماندان هر يو پخوانی محافظه کار صدراعظم، الکساندر شتوب او د فنلنډ له زرغون ګوند څخه پخوانی خارجه وزير، پکا هاویستو، ولاړ دي. پکا هاویستو د یو خپلواک نوماند په توګه ولاړ دی.

د فنلنډ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو د جنوري په ۲۸مه ترسره شو چې شتوب پکې د ۲۷ اعشاريه ۲ سلنې رايو په ګټلو په لومړی او پکا هاویستو د ۲۵ اعشاريه ۸ سلنې رايې په ګټلو دوهم شو.

فنلډیان داسې وخت خپل نوی ولسمشر ټاکي چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ له ورګډېدو سره د اروپا په جيوپولټيکه فضا کې بدلون رامنځ ته شوی دی. په دې اساس، د راتلونکي ولسمشر له پاره به یوه تر ټولو د ننګونو ډکه مسئله د هيلسنګي او مسکو تر منځ د روابطو څرنګوالی وي کوم چې په اوکراین کې د روسيې له پوځي يرغل سره خرابې شوي دي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسې پوځي یرغل فنلنډ وهڅاوه چې نور د لسیزو له پاره له پوځي تړونه له لرې پاتې کېدو تېر شي.

د فنلنډ شمال کې له نړيوال سرحده پر بایسکلونو اوښتي مهاجر - د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۲۱مه
د فنلنډ شمال کې له نړيوال سرحده پر بایسکلونو اوښتي مهاجر - د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۲۱مهانځور: Jussi Nukari/picture alliance

فنلند د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې پریکړه وکړه چې د ناټو سازمان غړی شي. روسيه چې له فنلنډ سره ۱۳۴۰ کيلومتره ګډ سرحد لري، فنلند ته ېې د «متقابلو اقداماتو» فوري خبرداری ورکړ.

په دې لړ کې فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د خپل شرقي سرحد له لوري د وېزې پرته مهاجرو له څپو سره مخ شو.

هېلسينګي د دغه وضعیت پړه پر مسکو واچوله او وې ويل چې مسکو له دغو مهاجرو څخه د فنلنډ د بې ثباته کولو له پاره کار اخلي چې په نومبر کې ېې خپل شرقي سرحدونه وتړل.

الکساندر شتوب او پکا هاویستو چې دواړه د فنلنډ خارجه وزیران پاتې شوي دي، د روسيې په تړاو مشترک دريځ لري. دوی دواړه د اوکراین له پاره پر مسکو د لاډېرو تحریمونو ملاتړ کوي. هاویستو د پنجشنبې په ماښام پر تلویزيون وويل چې «اروپايي ټولنه کولای شي اوکراین سره لا ډېرې مرستې وکړي.»

شتوب بیا وويل: «د اوکراین لار زموږ لار ده او په اوس وخت کې هغوی د اروپايانو د آزادۍ له پاره جنګیږي. هغوی [اوکراینیان] د ټول هغه ملاتړ وړ دي چې موږ کولی شوي ورڅخه ېې وکړو.»

 (AFP)mks/akh

له آرشیف څخه (20.09.2017):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل