1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفنلنډ

فنلنډ کې د ولسمشرۍ انتخابات پيل شول

۱۴۰۲ بهمن ۸, یکشنبه

فنلډیان نن د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو له لپاره خپلې راېې ورکوي. دغه انتخابات په داسې وخت کې کیږي چې د هېلسينګي او مسکو ترمنځ مناسبات پر اوکراین د روسيې پوځي یرغل راوروسته مخ په خرابېدو شوي دي.

https://p.dw.com/p/4blV5
Präsidentschaftswahl in Finnland
انځور: Mikko Stig/AFP

د فنلند د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره ۹ تنو ځانونه نوماندان کړي چې له ډلې ېې دوه نوماندان، پخوانی محافظه کار صدراعظم الکساندر شتوب او له زرغون ګوند څخه پخوانی خارجه وزير پکا هاویستو مخکښ دي.

د انتخاباتو مرکزونه یکشنبه د جنوري ۲۸مه په ځايي وخت د سهار په ۹ بجو پرانیستل شول چې د ماښام تر ۸ بجو پورې به خلاص وي.

تر مخکښو نوماندانو سره په لږ توپېر د فنلنډ د ښي اړخي افراطي ګوند نوماند، یوسي هالا اهو، دی چې د شنونکو په آند هغه هم کولی شي دوهم پړاو ته لار پیدا کړي.

 د هانو کوویستي په نوم ېوه رايه ورکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې فنلنډ د ښې «رهبرۍ» او «بشردوسته» ولسمشر ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «یقیناً، هغه باید همدارنګه د اړتیا پر وخت جدي وي.»

د فنلنډ د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې مخکښ نوماند الکساندر شتوب
د فنلنډ د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې مخکښ نوماند الکساندر شتوبانځور: Markku Ulander/Lehtikuva//dpa/picture alliance

که څه هم په فنلنډ کې د ولسمشر صلاحيت محدود دی، خو د داسې یو مشر په توګه چې د دغه هېواد د وسلوالو قواوو سرقوماندان هم دی، کولی شي د حکومت په همکارۍ د هېواد د بهرني سیاست په ټاکلو کې مرسته وکړي. 

پر اوکراین د روسيې د پوځي یرغل راورسته د روسيې او فنلنډ تر منځ چې دواړه ګاونډي هېوادونه دي، مناسبات مخ په خرابېدو شوي دي. دغه يرغل، فنلنډ اړ کړ چې د پوځي تړون څخه د څو لسیزو لرې پاتې کېدو څخه تېر او د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې د ناټو سازمان غړی وګري. روسیه او فنلنډ ۱۳۴۰ کليومتره اوږد ګډ سرحد لري.

روسيې د فنلنډ دغه اقدام ته ېې په چټکۍ «متقابلو اقداماتو» خبرداری ورکړي دی. فنلنډ د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د خپل شرقي سرحد له لوري د وېزې پرته مهاجرو له څپو سره مخ شو. هېلسينګي هغه وخت ادعا وکړه چې مسکو له دغو مهاجرو څخه د فنلنډ د بې ثباته کولو له پاره کار اخلي چې په نومبر کې ېې خپل شرقي سرحدونه وتړل.

Präsidentschaftswahl in Finnland
د فنلنډ د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې دوهم مخکښ نوماند، پکا هاویستوانځور: dpa

مخکښ نوماند شتوب د مهاجرت موضوع ته په کتو، د پنجشنبې په ماښام په خپلې وروستۍ تلویزيوني مناظره کې وويل: «موږ اوس په داسې یو وضعیت کې يو چې روسيه او په ځانګړې توګه ولاديمیر پوتين له انسانانو څخه د وسلې په توګه استفاده کوي.» هغه زیاته کړه: «دا د مهاجرت مسئله ده، دا بېرحمي او یو بدبینانه اقدام دی. په دې ارتباط موږ باید تر هر څخه مخکې د فنلنډ امنیت په نظر کې ونیسو.»

تر دې مخکې د سړې جګړې پر مهال، هيلسينګي له مسکو سره ښه روابط درلودل. که چېرته د فنلنډ انتخابات په لومړي دوهم پړاو ته ولاړ شي نو ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۱۱مه ترسره شي.

(AFP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب