1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن کې له سړکونو د سګريټو راټولو په موخه د کارغانو روزنه

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د سويډن په سودرتليه ښار کې يوه نوي تاسيس شوي شرکت د دغه ښار له لارو کوڅو څخه د سګريټو د پاته شوو د راټولو په موخه د کارغانو په روزنه لاس پورې کړی دی. د دې طرحې په عملي کولو سره به په ميليونو يورو وسپمول شي. خو څرنګه؟

https://p.dw.com/p/46PcO
Frankreich Trainierte Krähen holen Müll auf dem Le Puy du Fou-Park
انځور: Getty Images/AFP/S. Salom Gomis

کارغه ډېر ځېرک مرغه دی چې خپل هدف ته د رسيدو په موخه له ابرازو استفاده کوي او کولی شي پيچلي مسايل حل کړي. د ۲۰۱۴م د څېړونکو د يوه رپوټ پر اساس د يوه کارغه ځيرکتيا د يوه پنځه تر اوه کلن ماشوم په اندازه ده.

اوس يو نوی سويډنی شرکت غواړي چې د کارغانو له ځېرکتيا څخه استفاده وکړي او د سړکونو څخه د سګريټو د پاته شونو د راټولو مشکل پرې حل کړي. د بريتانوۍ ورځپاڼې ګاردين په حواله د « Corvid Cleaning» شرکت څخه يوه ډله له سړکونو څخه د سګريټو د پاته شوو د راټولو په موخه د کارغانو په رزونه بوخته ده.

دې شرکت داسې يوه دستګاه جوړه کړې ده چې کارغانو ته د سګریټو د بيخونو تر سپارولو وروسته خواړه ورکوي. د دې شرکت د مشر کريستيان ګونتر په خبره، په دې توګه به د سړکونو څخه د کثافاتو د راټولو مصرف تر ۷۵ سلنه راټيټ شي.

ګاردين ورځپاڼې ليکلي چې د يوه سويډني سازمان د اټکلونو پر اساس په دغه هيواد کې په کال کې تر يو میليارد پورې د سګريټو بيخونه يا پاته شوي اچول کيږي چې د ټولو کثافاتو ۶۲ سلنه جوړوي.

آیا سپي به وکولای شي چي د کرونا مريضان معلوم کړي؟

يوازې په سودرتليه ښار کې چې د پلازمينې ستاکهولم په جنوب غرب کې پروت دی، په کال کې کابو شل ميليونه سويډني کرون [دوه ميليارده يورو] د سړکونو په پاکولو مصرفيږي. اوس ښايي د کارغانو له خوا د سګریټو د پاته شوو د ټولو پروژه په آزمايښتي توګه په دغه ښار کې پېل شي.

توماس ترن استروم چې د سودرتليه ښار د ښاروالې د کثافاتو ټولو برخې پورې تړاو لري، وايي: «ډېره جالبه ده چې موږ کارغانو ته ور زده کړو چې له سړکونو او لارو څخه د سګريټو کثافات راټول کړي خو انسانانو ته یې نه شو ور زده کولی چې د سګريټو پاته شوي پر سړکونو نه اچوي.»

ب. ص/ ن. ز (ډويچه ويله فارسي)

زموږ له آرشيف څخه: