1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

په رفح کې د عملياتو له پاره د روژې مياشت مهلت ټاکل شوی

۱۴۰۲ بهمن ۳۰, دوشنبه

د اسرائيل د کابينې يوه غړي ويلي دي چې که چېرې حماس ټول يرغمل شوي آزاد نه کړي، هېواد به یې په روژې مياشت کې په رفح کې عمليات پېل کړي.

https://p.dw.com/p/4cZe0
په رفح کې د ډوډۍ ترلاسه کولو له پاره د خلکو ګڼه ګوڼه
په رفح کې د ډوډۍ ترلاسه کولو له پاره د خلکو ګڼه ګوڼهانځور: Fatima Shbair/AP Photo/picture alliance

اسرائيل په رفح کې د پلان شويو پوځي عملياتو د پېلولو له پاره يو مهلت ټاکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې نړيوالو په څو ځلي پر اسرائيل غږ کړی دی چې د غزې تراډې په دغه جنوبي ښار کې دې له ځمکنيو عملياتو څخه ډډه وکړي.

د اسرائيل د اپوزیسيون سیاستوال بېني ګانتز، چې د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د جګړې د کابينې غړی هم دی، د امريکا د يهودي مشرانو يوه کنفرانس ته وويل: «نړۍ بايد وپوهیږي او د حماس مشران هم بايد پوه شي – که چېرې تر روژې مياشتې پورې زموږ يرغمل نيول شوي کور ته راستانه نه شي، د رفح په ګډون به په هر ځای کې جګړه دوام پيدا کړي.»

د روژې میاشت به ښايي د مارچ پر لسمه نېټه پيل شي.

د حماس وسله والې ډلې چې پر نورو سربیره د امريکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او اسرائيل له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتي پر ۷مه نيټه یې د بريدونو په ترڅ کې تر ۲۰۰ ډېر کسان له اسرائيل څخه وتښتول. ګمان کيږي چې له دوی څخه یې څه نا څه ۱۳۰ کسان لا هم په غزه کې وي.

د اسرائيل له خوا د هوايي بريدونو او په سيمه کې د ځمکنيو عملياتو له پېل راهېسې تر يو ميليون ډېرو فلسطينيانو رفح ښار ته پناه وړې ده. له دې بېځايو شويو اکثريت یې له مصر سره پر پوله له حده په ډېرو ډکو سرپناو او خيمو کې ژوند کوي.

په دې منځ کې نتانياهو د پوځي عملياتو د درولو غوښتنې رد کړي دي او د «کار سرته رسولو» هوډ یې څرګند کړی دی.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چې د اسرائيل بريدونو زور اخيستی دی، ۱۲۷ کسان وژل شوي دي. خو دا وزارت د شميرو د ورکړې پر وخت د جنګيالو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه کوي.

د انصاف نړيوال محکمه کې د اسرائيل له خوا د فلسطينيانو د سيمو د اشغال دوسيه

د ملګرو ملتونو ستر قضايي اورګان، د عدالت نړيواله محکمه (International Court of Justice) د دوشنبې په ورځ د اسرائيل له خوا د فلسطينيانو د سيمو د اشغال د قانوني پايلو په اړه استماعيه غونډه پيل کړه.

د هالند په دنهاک ښار کې، چېرې دغه محکمه موقعيت لري، ۵۲ هېوادونه به د دې قانوني پروسې په ترڅ کې چې يوه اوونۍ به دوام ولري، شواهد وړاندې کړي.

دفلسطينيانو د بهرنیو چارو وزير رياض الماليکي، به لومړی کس وي چې خبرې وکړي، په داسې حال کې چې امریکا متحده ايالات، روسيه او چين په هغو هېوادونو کې شامل دي چې د قاضي په مخکې به څرګندونې ولري.

په ۲۰۲۲م کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د انصاف له نړيوالې محکمې څخه د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې چې ختیځ بيت المقدس هم پکې شامل دی، د اسرائيل د تګلارو او کړنو په نتيجه کې د رامنځته کيدونکو قانوني پایلو په اړه د «مشورتي نظر» چې الزامي بڼه نه لري، غوښتنه کړې وه.

د دغه محاکمې رایې به الزامي بڼه ونه لري، خو په داسې حال کې جوړه  شوې ده چې د حماس د بريدونو په ځواب کې د اسرائيل د تهاجمي عملیاتو له کبله پر دغه هېواد فشارونه مخ پر زياتيدو دي.

د مشورتي نظر دا بهير د نسل وژنې د هغې دوسیې څخه جلا دی چې جنوبي افريقا د انصاف په نړيواله محکمه کې د اسرائيل پر ضد په غزه کې د ۱۹۴۸م کال کې د نسل وژنې د کنواسيون څخه د احتمالي سرغړونو له کبله داخله کړې ده.

تېره میاشت د انصاف نړيوالې محکمې د دې قضیې په ترڅ کې اسرائيل ته امر کړی وو چېپه غزه کې د نسل وژنې د کړنو د مخنيوي له پاره دې هر هغه څه وکړي چې په واک کې يې دي.

د فلسطيني سيمو د مالي سقوط د مخنيوي هڅې

د ناروې حکومت ويلي دي چې د فلسطينيانو د سيمو د اقتصادي سقوط د مخنيوي د پلان د برخې په توګه د اسرائيل او د فلسطينيانو د خپلواکمنې ادارې ترمنځ منځګړي رول لوبوي.

د ۱۹۹۴م کال د يوه تړون له مخې د فلسطينيانو خپلواکمنه اداره ماليات ترلاسه کوي چې اسرائيل یې په خپل نوم راټولوي. دا ماليات د «تصفيوي عوايدو» په نوم ياديږي او د فلسطينيانو د خپلواکمنې ادارې کابو ۶۵ عوايد د همدې لارې تامينږي خو پر اسرائيل د حماس له بريد راهېسې اسرائيل د دې عوايدو يو څه برخه نه ادا کوي چې د حماس وسله والې ډلې ته د تايداتو مخه ونیوله شي.

د فلسطينيانو خپلواکمنې ادارې هم تر اوسه د پېسو انتقال ردوو او دا څه تر اوسه د يوه بن بست باعث شوي ول.

د ناروې حکومت د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان کړی دی: «موږ په ګډه پر يوه موقتي حل توافق کړی دی چې په ترڅ کې به یې ناروې د هغو مالياتي عايداتو د ترلاسه کولو له پاره د يوه منځګړي نقش لوبوي چې اسرائيل د اکتوبر له ۷مې نیټې راهېسې له ځان سره ساتلي دي.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «د فلسطينيانو خپلواکمنه اداره به بيا د نورو مالي منابعو اخيستو ته اماده وي. يادې ادارې د دې حللارې هرکلی کړی او په دې غير معمولي وضعيت کې یې د يوې حللارې د موندلو هرکلی کړی دی.»

د بريد ښکار کښتۍ د دوبيډو له ګواښ سره مخامخ ده

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغیانو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې هغه کارګو کښتۍ چې دغه ډلې د عدن په خليج کې هدف ګرځولې ده، د ډوبيدو له ګواښ سره مخامخ ده.

د بريتانيا د سمندري امنيت شرکت په حواله دا بريتانوي کښتۍ چې د بلیز تر بیرغ لاندې چليږي، د يمن په ساحل کې د باب المندب په تنګی کې تر بريد لاندې راغلې ده.

د بريتانيا د سمندري تجارت خدماتو رپوټ ورکړی دی چې دا کښتۍ «په څېرمه پرته ساحه کې د چاودنې له کبله» زيانمنه شوې ده. زياته شوې چې د کښتۍ عملې ته کوم خطر متوجې نه دی. 

خو د حوثي ياغيانو يوه وياند د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي دي چې کښتۍ «د دوبيډو له ګواښ سره مخامخ ده.» په دغه اعلاميه کې زياته شوې: «کښتۍ سخت زيان ليدلی او په بشپړه توګه درېدلې ده. د عملياتو په ترڅ کې موږ دا ډاډ ترلاسه کړی وو چې عمله په خوندي توګه له کښتۍ کښته شي.»

دا وسله واله ډله چې تېره مياشت د امريکا متحده ايالاتو له خوا د يوه نړيوال ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې، په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائيل د جګړې له پېل راهېسې په سره سمندرګی کې کښتۍ په نخښه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل