1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جرمني کي د مهاجرو سیاست باید له سره ارزيابي سي»

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن د آلمان له حکومته د پناه غوښتني په سیاست کي د نوو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. د هغه په خبره جرمني د نورو لا ډېرو مهاجرو د منلو ظرفیت نه لري.

https://p.dw.com/p/4GMKL
 Deutschland | Flüchtlingsunterkunft in der Turnhalle des Gymnasiums Kirchseeon, Geflüchtete aus der Ukraine
انځور: Wolfgang Maria Weber/IMAGO

یوآخیم هیرمن د فونکه په نامه رسنیو ډلي ته ویلي دي: «دا نه سي کیدای چی د جرمني ایالتونه مخ پر زیاتیدونکي ډول پناه غوښتونکي مني، خو وروسته بیا نوموړي ایالتونه دهغوی د کارونو په اجرأکولو کي یوازي پریږښودل کیږي.»

هیرمن زیاتوي: «په داسي یوه وخت کي چي له افغانستان څخه د ډېرو پناه غوښتونکو منلو ته چمتووالی ښودل کیږي، له ایټاليا او د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو له سرحدونو څخه د مهاجرو منل او په آلمان کي د هغو له پاره د ښو خدماتو وړاندي کول هغه انگیزې دي چي ټول تر اغیز لاندي راولي، خو هر چاته کومه گټه نه رسوي.»

د هغه په خبره اوس باید هرهغه څه په چټکۍ سره له سره ارزیابي سي چي آلمان ته د مهاجرتونو د هڅولو سبب کیږي.

بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

 د مسيحي سوسيال اتحاد گوند دغه سیاستوال وویل چې د اوکراین له جگړې څخه پر راتښتیدلو مهاجرو سربیره «په اوس وخت کي د ډیرو مهاجرو راتگ او په پراخ ډول د هغوی منل کیدل د دې سبب سوي چي د آلمان حکومت د ظرفیتونو له کمښت سره مخامخ سي». د روان کال په می، جون او جولای میاشتو کي بایرن ایالت ته په اوسط ډول ۵۶۰۰ کسان ورغلي دي.

اوس په جرمني کي له اوکراین څخه څه ناڅه یو میلیون پناه غوښتونکي ثبت سوي دي. د هغوی یوه برخه بیرته ستنه سوې ده. سربیره پردې د رسنیو په حواله په آلمان کي څه د پاسه ۲۰ زره ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له افغانستان څخه هم راغوښتل سوي دي.

Symbolbild Migration Deutschland
په آلمان کی د پناه غوښتونکو او مهاجرو اداره«بامف»انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

په آلمان کي د پناه غوښتونکو او مهاجرو د ادارې «بامف» په حواله د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کي یې د څه ناڅه ۱۰۰ زرو هغو کسانو د پناه غوښتني پر عریضو کار کړی چي په تیره بیا له سوریې، افغانستان او عراق څخه راغلي دي.

د آلمان حکومت همدارنگه اعلان کړی دی چي د «همبستگۍ میکانیزم» په نامه پروگرام په چوکاټ کي به د مدیترانې له سمندره ۳۵۰۰ ژغورل سوي کسان هم ومني.

همدارنګه د آلمان د بادن وورتیمبرګ ایالت هم د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو په برخه کي د ظرفیتونو له کمښت سره مخامخ دی.د هغه ځای د داخله وزارت یوه ویاند د فونکه رسنۍ ته ویلي دي چي د نوموړي ایالت د مهاجرو د منلو لومړني مرکزونه په بشپړ ډول ډک دي. یوازي د جولای مياشتي له پیل راهیسي د اوکرایني مهاجرو راتگ په اوسط ډول څه د پاسه دوه برابره سوی دی.

په آلمان کي اوس هم پر مهاجرو بريدونه کيږي

نوموړی ویاند وايي: »د رواني میاشتي له نیمايي څخه له اوکراین څخه د پناه غوښتونکو او مهاجرو د راتگ اوسط  ورځنی راتگ، هره ورځ تر ۴۰۰ ډیر دی.«

د دغو رسنیو د پوښتني په جواب کي د جرمني د ښارونو او کلیو اتحادیو په ډېرو سیمو په تیره بیا د هیواد په جنوب کي د مخ پر زیاتیدونکي ډول »بحراني حالت« خبره تائید کړې ده. د نوموړي ویاند په وینا، په ځینو مواردو کي د پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت خپلو محدودیتونو ته رسیږي.

GP/NZ/DW Online