1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له خپل پاکستاني سیال بیلاول بوتو زرداري سره غواړي، د نورو په خاص ډول له خطر سره مخامخ افغانانو د راایستلو په هکله سلا مشورې وکړي.

https://p.dw.com/p/4FrHl
Usbekistan, Taschkent | von der Bundeswehr evakierte Afghanen nach ihrer Ankuft aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

 د زرغون ګوند دغي سیاستوالي د یکشنبې په ورځ په برلین کي د خارجه وزارت په دفتر کي وویل چي په افغانستان کي د افراطي طالبانو سخت او محدود چلند ته په کتو سره، دا هرڅه ښه نه ښکاري.

خو بیا هم هغه امیدواره ده چي په راتلونکو څو اونیو کي به په زرونو افغانان د پاکستان له لاري راوباسي. بیربوک پتېيلې وه چي د دوشنبې په ورځ په برلین کي د زرداري هرکلی وکړي، خو زرداري لږ مخکي اروپا ته خپل سفر لغوه کړ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سفر د لغوه کیدو علت په هيواد کي سيلابونه بللی دی.

طالبان په اوس وخت کي د جرمني او پاکستان ترمنځ د هغي موافقتنامي د عملي کیدو مخه نیسي چي پر اساس یې وعده ورکړل سوې چي د آلمان حکومت به په لږ وخت کي بې شمیره افغانان په تیره بیا تر خطر لاندي کسان انتقال کړي.

د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

 

په هغه لیدنه کتنه کي چي د جون مياشتي په پیل کي د بیربوک او د هغې د پاکستاني سیال ترمنځ په اسلام آباد کي تر سره سوه، داسي یوه موافقتنامه رامنځته سوې وه چي له مخي یې له آلماني پوځ سره د پخواني ځايي کارکوونکو له پاره حتی پرته له پاسپورت څخه هم نوموړي گاونډي هیواد ته د سفر امکانات برابر سوي دي. مخکي له دې یو چا له بیربوک څخه پوښتلي وه، په داسي حال کي چي پاکستان د لوېدیځو ارزښتونو پر ضد دی، نو دا څنگه کولای سي له پاکستان سره گډ کار وکړي.

نوموړي وزیري جواب ورکړ چي دا ډول پوښتنه د غور کولو وړ ده. هغه په اصطلاح کوم »سپین چک« نه ورکوي، هغه د اختلافاتو په هکله په واضح ډول خبري کوي. خو دغي وزیري زیاته کړه: «کله چي هغه غواړي انسانانو ته پناه ورکړي، باید له داسي هیوادو لکه قطر، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو سره خبري وکړي، دا ځکه چي هغوی اول مجبور دي د خپل هیواد له سرحد څخه تیر سي.»

بیربوک ټینگار وکړ: »موږ په گډه کار کوو، دا ځکه چي زه د هغو لږو کسانو له پاره چي اصلاً به وکولای سم هغوی راوباسم، د راوتلو له پاره بله هیڅ کومه لار نه وینم.«

پوره یو کال مخکي د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته، په سونو پخواني افغان ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ د آلمان له خوا خپل انتقال ته سترگي په لار دي. لکه څنگه چي د جرمني د پرمختیايي مرستو، بهرنيو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او د پوځ پلټني ښيي، د هغوی زیاترو یې یو وخت د آلمان له پوځ سره کار کړی وو.

GP/NZ/AG