1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې تر ېوې زلزلې وروسته د احتمالي سونامي خبرداری

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

د جاپان په هونشو جزېره کې د رېشتر په کچه د ۷.۶ درجې زلزلې وروسته، د هواپېژندنې ادارې په ساحلونو کې د درې متره لوړې احتمالی سونامي خبرداری ورکړی دی. د روسيې په ځینو سیمو کې هم د «نژدې پېښېدونکې» سونامي خبرداری ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/4am8F
 Japan 2024 | Tsunamiwarnung nach starken Erdbeben im Japanischen Meer
انځور: Tosei Kisanuki/The Yomiuri Shimbu/AP/picture alliance

د جاپان د ایشیکاوا ولایت په نوتو سیمه کې تر ېوې شدېدي زلزلې وروسته د جاپان عمومي شبکې «ان اچ کې» اعلان وکړ چې د «سیمې ټول اوسیدونکي باید سمدلاسه لوړو نقطو ته ولاړ شي.»

 د جاپان نورو تلویزیوني شبکو هم خپلې عادي خپرونې قطع کړې تر څو خلکو د ایشیکاوا، نیګاتا او تویاما ساحلونو کې د «نژدې پېښېدونکې سونامي» په هکله خبرداری ورکړي. کېدای شي په زیان رسیدلو سیمو کې اورلګېدنه او د ځمکې ښوېدو پېښې هم رامنځ ته شي.

په روسیه کې اندېښنې

د روسيې د دولتي خبري آژانس، تاس، د رپوټ پر اساس، چارواکو په روسیه کې هم د سونامي خبرداری ورکړی دی. هغوی ويلي دی چې ممکن د روسيې شرقي ښارونه ولادي وستوک او ناخودکا اغیزمن شي.

په جاپان کې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړي زلزلې په ځمکه کې درزونه جوړ کړي دی
په جاپان کې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړي زلزلې په ځمکه کې درزونه جوړ کړي دیانځور: Kyodo News/AP/picture alliance

په جاپان کې د څه باندې ۳۰زره کورنیو برق قطع شوی دی. تر اوسه د زلزلې له کبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د جاپان حکومت ډاډ ورکړی چې د دغه هېواد په اټومي دستګاو او همدارنګه په سیمه کې هېڅ ډول بې نظمي نه ده رامنځ ته شوې.

په امریکا متحده ایالاتو کې د آرام سمندر د سونامۍ د خبردارۍ مرکز، خبرداری ورکړ چې د سونامي د جزر و مد خطرناکې څپې د ځمکې له مرکزه د ۳۰۰ کيلومترو په شعاع د امکان وړ ده.

د جاپان ایشیکاوا ولایت د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې په سر کې د ریشتر ۳ اعشاريه ۶ درجې زلزلې ولړزاوه چې پکې یوازې یو کس مړ او ۴۹ نور ټپیان شول.

په جاپان کې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړۍ د شوې زلزلې وروسته یو انځور
په جاپان کې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړۍ د شوې زلزلې وروسته یو انځورانځور: Kyodo News/AP/dpa/picture alliance

جاپان د آرام سمندر په اصطلاح د اور پر کړۍ واقع دی، چېرته چې تکتونیکی صفحې له یو بل سره ټکر کوي. زلزلې او آتشفشانونه تر ډېره په همدې سیمې کې پېښیږي. له همدې کبله د جاپان په ساختماني چارو کې سخت مقررات په نظر کې نیول کيږي.  

د ۲۰۱۱م کال د مارچ مياشتي پر ۱۱مه د جاپان شرقي ساحلونه تر یوې ۹ ریشتري زلزلې وروسته، له یوې سترې سونامي سره مخ شول. په هغې طبیعي فاجعه کې ۱۸ زره کسان مړه شول. سونامي همدارنګه د فوکوشیما له اټومي بټۍ سره هم ټکر وکړ چې د سترو چاودنو او د درو راکتورونو د ویلي کېدو سبب واقع شو. دا په ۱۹۸۶ کې تر چرنوبیل فاجعې وروسته تر ټولو ناوړه اټومي پېښه وه.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل