1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

د ۵،۳ په مقدار يوې زلزلې د افغانستان او تاجيکستان د سرحد په اوږدو کې پرتې سيمې لړزولې دي. دغه خبره د آلمان د جيولوجيکي علومو د پلټنې مرکز کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Yopj
د واخان سيمه
د واخان سيمهانځور: Florian Bachmeier/imagebroker/imago images

د آلمان د جيولوجيکي علومو د پلټنې مرکز يا جي اف زېد وايي چې د افغانستان او تاجيکستان د سرحد په اوږدو کې پرتې سيمه کې د ۵،۳ په مقدار د ځمکې رېږدېدنه رامنځ ته شوې ده.نېپال کې زلزلې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژلي

دغه څېړنيز مرکز زياتوي چې زلزله د ۱۰۹ کيلومترو په ژورتيا يا عمق کې رامنځ ته شوې ده. د ځاني او مالي زيانونو په اړه تر اوسه معلومات نه شته.د هرات زلزله ځپلو ته اروپايي اتحادیې مرستندويه توکي استولي

تېره مياشت د افغانستان په لويديځ، هرات په ولايت کې هم پرله پسې ټکانونو له زرو ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. افغانستان په داسې يوه سيمه کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کيږي. 

رويټرز/ن.ص./ن.ز.