1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په ترکيه کې د حجاب په اړه د اردوغان د ریفرندم وړاندیز

۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د حجاب په اړه بحث په ترکيه کې د دوو سترو ګوندونو ترمنځ پر يوې تودې موضوع بدل شوی. د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند يو قانون وړاندیز کړی چې په عامه ځایونو کې د ښځو د حجاب حق تضمين کړي. اردوغان بيا د يوه ريفرندم غوښتونکی دی.

https://p.dw.com/p/4IbeA
په ترکيه کې د حجاب موضوع يو ځل توده ده
په ترکيه کې د حجاب موضوع يو ځل توده دهانځور: varbenov/YAY/IMAGO

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هڅه کوي چې په دولتي ادارو او ودانيو کې ډېرې ښځې حجاب واغوندي. نوموړي په اساسي قانون کې د بدلون په موخه د يوه ريفرندم يا ټولپوښتنې پر لاره اچولو وړاندیز کړی دی چې له مخې یې په دولتي نهادونو، ښوونځيو او پوهنتونو کې د ښځو د پوړني پر سر کولو حق تضمين شي.

اردوغان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۲نېټه) د يوې تلویزيوني خپرونې پر وخت د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر کمال قليچ دار اوغلو د څرګندونو په غبرګون کې وويل: «که هغوی [اپوزيسيون] یې جرائت لري، نو پريږدئ چې دا پوښتنه ريفرندم ته پريږدو.»

د خلکو جمهوري غوښتونکی «سي ايچ پي» ګوند د اپوزیسيون تر ټولو مهم او د ترکیې ستر سيکولر ګوند دی.

اندونيزیا په ښوونځيو کې اجباري حجاب ممنوع کړ

په اساسي قانون کې د تغير وړاندیز همدا څه موده وړاندې د اردوغان له خوا مطرح شو. بې له يوه ريفرندم د داسې يوه تغير د تصويب له پاره په پارلمان کې د ۴۰۰ غړيو اکثریت ته اړتيا ده. د دې کار له پاره د اردوغان محافظه پال ګوند د جمهوري غوښتونکو پر رايه تکيه کوي. خو که چېرې دا کار ونه شي نو پر دې وړاندیز بيا يو ریفرندم ترسره کیدلای شي څو د خلکو رايه بيا وروستۍ پايله وټاکي. 

دمګړۍ داسې ښکاري چې اردوغان دا ډول هدف لري. نوموړي د تلویزيون له لارې ټينګار وکړ: «که چېرې دا ستونزه په پارلمان کې حل نه شوه نو دا موضوع به خلکو ته وړاندې شي.»

په ترکيه کې د حجاب موضوع په څو ځلي لانجمنه شوې ده او اوس يو وار بيا په راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو تر مخه دې موضوع زور اخيستی دی.

جمهوري غوښتونکی ګوند د محافظه پال او سنتي قشر د رايو د ترلاسه کولو لټه کوي. له همدې کبله یې مشر کمال قليچ دار اوغلو د قانون وړاندیز کړی وو چې له مخې په عامه ځایونو کې د ښځو له خوا د پوړنې د پر سر کولو حق تضمين شي.

 حجاب په آلمان کې د مسلمانانو د بحث اصلي موضوع ده

اردوغان د قليچ دار اوغلو پر پلان نيوکې کړې وې او ويلي یې ول چې پارلمان ته وړاندې کړل شوي متن یې د مسئلې ټول اړخونه په نظر کې نه دي نيولي.

په ترکيه کې يوه برخه رايه اچووونکي په دې اړه انديښنه لري چې د دغه ګوند [د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند] د کاميابۍ په صورت کې پر حجاب له نوي سره بندیز ولګيږي. له همدې کبله قليچ دار اوغلو د دې ګوند د دود پر ضد چې په اصل کې يو سيکولر ګوند بلل کيږي، په خپلو خبرو کې د دې انديښنې د له منځه وړولو هڅه وکړه. تر دې هم مخه هم نوموړي په خپله يوه مرکه کې ويلي ول: «موږ په ماضي کې د پوړنې په اړه ځينې تېروتنې کړې وې.»

له دې کبله داسې بريښي چې اردوغان ددغه ګوند وړاندیز قانع کوونکی نه ګڼي او د ترکیې په اساسي قانون کې د تغير په لټه کې دی.

که څه هم چې د ترکیې اکثريت وګړي مسلمانان دي خو د دغه هېواد په اساسي قانون کې دين له سياست څخه جلا کړل شوی دی. اوږده موده ترکي ميرمنو اجازه نه لرله چې په دولتي ادارو کې پوړنی پر سر کړي. د اردوغان په مشرتوب د حق او عدالت ګوند په ۲۰۱۳م کال کې دا بندیز لغوه کړ.

ب. ص/ ا. و. ا (دويچه ويله فارسي)

زموږ له آرشيف څخه: