1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونيزیا په ښوونځيو کې اجباري حجاب ممنوع کړ

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

اندونيزیا په حکومتي ښوونځيو کې د نجونو د اجباري حجاب مقررات لغو کړل. دغه پريکړه وروسته له هغې اعلان شوه، چې د دغه هيواد د لويديځ ټاپو سوماترا په يوه ښوونځي کې پر غيرمسلمان زده کونکو باندې د اجبار مسئله جنجالي شوه.

https://p.dw.com/p/3oygV
Indonesien | Coronavirus | Wiedereröffnung der staatlichen Gymnasien in Bekasi
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Ibrahim

اندونيزیا چې تر ټولو ډیر نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی، په حکومتي ښوونځيو کې يې د نجونو د اجباري حجاب مقررات ممنوع کړل.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه پريکړه وروسته له هغې شوې چې په دغه هيواد کې پر يوې مسیحي زده کونکي باندې د اسلامي حجاب د اجبار مسئله جنجالي شوه.

په اندونيزیا کې د بشر حقونو مدافعينو د اندونيزيا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی. دغو فعالانو له کلونو راهیسې د اندويزیا په محافظه پاله سیمو کې د غيرمسلمان نجونو د اجباري حجاب له مسئلې سره مخالفت ښوده.

د اندونيزیا د معارف او کلتور وزير، ندیم مکارم هغه ښوونځي په تحريم باندې وګواښل کوم چې له دغې پريکړې سرغړونه کوي. هغه د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې حجاب يو فردي انتخاب دی او زیاته کړې وه چې ښوونځي «نشي کولی هغه اجباری کړي.»

زياته شوې، هغه ښوونځي چې له دغه قانون څخه سرغړونه کوي جریمه او د بوديجې له قطع کيدو له خطر سره به مخ شي.

په جکارتا کې د بشر حقونو محقق، اندریس هرسونو، دغه اقدام په اندونیزيا کې د ښځو د حقونو د محافظت په برخه کې يو «مثبت ګام» بللی دی.

هغه وويل، د اندونيزيا حکومتي ښوونځيو په ميلیونونو زده کونکې نجونې او ښځينه ښوونکې اسلامي حجاب ته مجبورې کړي او هڅه يې کړې چې خپله دغه خبره پر دوی باندې د «بيرې، ټولنيزو فشارونو او په ځينو مواردو کې په اخراج او استعفا» سره عملي کړې ده.

د اندونیزيا نژدې ۹۰ سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي. د دغه هیواد د مذهبي چارو وزير، ياقوت کوماس ويلي دي: «داسې نه ده چې مذهب دې د نورو عقایدو درلودونکو پر وړاندې د مخالفت دليل او يا د ناعادلانه چلن له پاره يوه توجیه وي.»

خو په حکومتي ښوونځیو کې د اجباري حجاب د لغو کولو مقررات به د اندونيزيا په آچه ايالات کې چې د اسلامي قوانينو له خوا اداره کیږي، شامل نه وي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتله شئ!