1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهتاجیکستان

په تاجيکستان کې افغان هنرمندان د هيواد په یاد موسیقي غږوي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

تاجيکستان ته کډوال شوي ځوان افغان هنرمندان د وطن په یاد را ټولیږي، موسیقي غږوي، سندرې بولي او آن هڅه کوي نور ځوانان هم په دغه لاره کې وروزي. د دوی په خبره، موسیقي به تل خپل علاقمندان ولري.

https://p.dw.com/p/4Kq4x
افغان بانډ په تاجیکستان کې د خپل هیواد په یاد موسیقي غږوي.
افغان بانډ په تاجیکستان کې د خپل هیواد په یاد موسیقي غږوي. انځور: F.G.

په افغانستان کې د تیر حکومت تر سقوط وروسته او د طالبانو په بیا راتګ سره د نورو برخو ترڅنګ پر موسیقۍ هم ممنوعیت وضع شوی دی. اوس په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز دی او ان په ودونو کې هم خلکو ته د موسیقۍ غږولو اجازه نه ورکول کیږي.

په افغانستان کې تر وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته، ګڼ شمیر افغان هنرمندان یا خو بهرنیو هیوادونو ته ولاړ او ګڼ شمیر یې بیا د تاجیکستان په شمول د سیمې په هیوادونو کې میشت شول. له دوی څخه ځینې یې غواړي چې په همدغو هیوادونو خپل هنري کارونه وکړي خو ځینې یې بیا اروپايي او نورو هیوادونو ته د تګ له پاره شیبې شماري.

د افغانستان په شمالي تاجیکستان هیواد کې هم ګڼ شمیر افغانان او له هغه جملې افغان هنرمندان میشت دي. په دوی کې یوه د «افغان باند» په نوم د افغان ځوانانو د پاپ موسیقۍ ډله ده. په دغه ډله کې ۵ تنه ځوانان، چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۲۵ کلونو پورې دي، فعالیت لري.  دوی تر ډېره په فرهنګي خپرونو کې چې د ځینو نړېوالو ادارو له خوا تنظیميږي ګډون کوي، خو د دې تر څنګ کله ناکله د ښادۍ په شخصی محفلونو کې هم سندرې بولي.

۲۵ کلن احمد شاه دولت نظر د دغه ډلې سندرغاړی دی. هغه په ۲۰۱۹م کال کې د امنیتي ستونزو له کبله له افغانستان وتلی او په تاجيکستان کې میشت دی. احمد شاه د خپلو نورو دوستانو په مرسته په ۲۰۲۰م کال کې د موسیقۍ دغه ډله جوړه کړه. دولت نظر له دويچه ویلي سره په مرکه کې وويل: «په لومړیو کې چې کله مو دغه د موسیقۍ ډله جوړوله نو، فکر مو نه کاوه چې خلک به مو دومره خوښ کړي، موږ د دې له پاره چې وخت مو بې ځایه تېر نه شی د هنر زده کړې ته مخه کړه، خو کم وخت کې د خلکو د پام وړ وګرځېدو او زموږ څخه غوښتنه وشوه، چې د هغوی د ښادۍ په مراسمو کې ګډون وکړو، وروسته بیا رسمي فرهنګي غونډو ته هم وبلل شو.»

احمد شاه د موسیقۍ زده کړې په یوه مرکز کې د ګیتار غږول هم نورو زده کوونکو ته تدریس کوي. هغه وایې: »زه اوس ۱۸ زده کوونکي لرم چې هم افغانان دي او هم تاجک وګړي. ډېر یې ځوانان او تنکی ماشومان دي. دوی ته د میاشتیني فیس په مقابل کې د ورځې ۲ ساعته ګیتار ور زده کوم. که څه هم له دغه لارې ډېرې کمې پیسې ګټم خو خوښ یم، چې ځوانان موسیقۍ ته تشویق شي او زړونه یې په ساز او آواز ښاد شي.»

افغان باند موسیقۍ ډلې په لومړیو کې په تاجيکستان کې د افغانستان سفارت په ځينو فرهنګي خپرونو کې موسیقي غږوله، بیا وروسته د هند او امریکا سفارتونو له خوا هم ځینو فرهنګي خپرونو ته وروبلل شول. دوی تر اوسه پورې د ۲۰ شاوخوا کنسرتونه اجرا کړي دي. وروستي دوه کنسرتونه یې د تاجيکستان په «خوجند» او «پنجه کېنت» ولایتونو کې د دغو سیمو د خلکو له پاره ترسره کړل. د دغي ډلې یو بل هنرمند ۲۱ کلن شهزاد سرشار دی. شهزاد هغه موسیقي آلات غږوي چې تر ډېره ضربي موسیقی آلات ورته ویل کیږي.

هغه د ډول، طبلې، ګانګ او کلاسیک جاز موسیقی آلاتو ته لاسرسی لري. که څه هم شهزاد، په دغه موسیقي ډله کې تر ډېره کلاسیک جاز او کانګ غږوي، خو کله چې له نورو سندر غاړو سره د محلی موسیقي په پروګرامونو کې ګډون کوي، نو ډول، طبله او زیر بغلي کاروي.افغان موسیقي ږغوونکي ته د اغا خان بنسټ د موسیقۍ جايزه ورکوله کيږي

شهزاد سرشار دويچه ويلي ته وويل: »زما پلار سندغاړی دی، هغه په افغانستان کې د خلکو په شخصي محفلونو کې سندرې ويلې او زه کله چې ۱۱ کلن وم، نو په دغه محفلونو کې مې ډول غږاوه. له ډول او ټولو ضربي موسیقي آلاتو سره مې ډېر شوق و. له هماغه ورځې مې زیاته هڅه کوله، چې په دغه برخه کې ډېر مخته ولاړ شم.»

سرشار په تاجيکستان کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دریم کال محصل دی. هغه خپل شخصي مصارف د موسیقۍ آلاتو په غږولو سره برابروي. نوموړی وایې: »کله چې په یوه محفل کې ګډون کوم، ډېره هڅه کوم چې له سندرغاړي سره ژر ځان عادت کړم، نو ځکه سندرغاړي په ما اعتماد کوي او ډاډمن وي چې محفل یې نه خرابیږي، ځکه نو تر ډېره محلي سندرغاړي، غزل ویونکي او قوالی ویونکي سندرغاړي له ما غوښتنه کوي چې په محفلونو کې ورسره برخه واخلم او له هر محفل عاید هم لرو.»

د زهرې په نوم د افغان مېرمنو ارکستر

حبیب ناصري بیا په دغه ډله کې ګیتار غږوي او کله ناکله سندرې هم بولي. حبیب ۱۸ کلن دی او په ۲۰۲۱م کال کې له خپلې کورنۍ سره تاجيکستان ته راغلی دی. حبیب وایی: «که په افغانستان کې موسیقي نه وای بنده او حالات سم وای، نو هلته مو لاس پراخ و، ډېر پرمختګ مو کولی شوای، لویه هیله مې داده چې خپل هېواد ته ستون شم او د خپلې موسیقۍ ډلې سره هلته کنسرت اجرا کړم.»

د دغو ځوانانو تر څنګ یو شمېر نور محلي سندرغاړي چې له کلونو راهيسي یې په افغانستان کې موسیقي غږوله او کنسرتونه یې اجرا کړي دي. د طالبانو له راتګ وروسته، مجبوره شوي چې له افغانستانه وتیښتي او تاجيکستان ته راشي.

د افغانستان د محلي موسیقۍ سندرغاړی صفي اماني د افغانستان تر سقوط څو ورځې وروسته وتوانېد له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره تاجيکستان ته راشي. هغه وایې چې سفر یې دومره په عجله کې ترسره کړی دی چې آن د موسیقۍ آلې یې هم له ځان سره رانه وړې. هغه وایې: »زه په یوه هنرمنده کورنۍ کې زیږېدلی یم. قیمتي او پخوانۍ د موسیقي آلې مو په کور کې وې. کله چې افغانستان ته طالبان راغلل، نو لومړنۍ کار چې مو وکړ دا و چې ټولې د موسیقۍ آلې مې د یو خپلوان کره یوړې چې پټې یې وساتي، ځکه حالات ښه نه و او هره شېبه زموږ ژوند له خطر سره مخ و، خو هغه راته وویل که طالبان راغلل او دې آلو ماته جنجال جوړاوه، نو سوځوم یې. ما په نا امیدۍ ورته وویل چې ویې سوځوه.»

صفي د استاد امان الله اماني زوی دی، چې د ۷ ورونو له ډلې یوازې ده د پلار لاره تعقیب کړه. صفی امانی وایې،  څو ځله چې ترې غوښتنه شوې چې میهني سندره ووايي، نو مخکې له اجرا یې ژړلي دي: »څو ورځې مخکې یوه فرهنګي پروګرام کې مېلمه وم، هلته نور تاجيکي سندرغاړي هم ول. له ما غوښتنه وشوه چې د «شمالي لاله زار باشد به ما چی» سندره ووایم، کله چې مې سندره پیل کړه بې اختیاره اوښکې مې توی کړې، سندره مې نشوی ویلی، دا ځکه چې هېڅ نشم زغملی چې هېواد مې په داسې حالت کې وي.»

ف.غ

زموږ له آرشیف څخه: