1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبولیویا

په بوليويا کي تر ناکامې کودتا وروسته يو جنرال نيول سوی

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

په بوليويا کي د ولسمشر لوئيس آرسه، په حواله د کودتا يوه هڅه ناکامه سوه. جنرال خوآن خوزه زونيگا، نيول سوی دی. د جنوبي امريکا ډېرو هيوادونه د کودتا دغه هڅه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/4hZFG
Bolivien Entlassener Generalkommandeur der bolivianischen Armee Juan Jose Zuniga
انځور: Juan Karita/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د ځايي خبريالانو په حواله لیکلي چي د چهارشنبې په ورځ سرتيرو له ټانکونو سره، د هيواد په پلازمېنه لاپاز کي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته حرکت وکړ. هغوی د يوه ټانک په مرسته هڅه کوله د ولسمشرۍ ماڼۍ ديوال مات کړي. وروسته د فرانسې خبري آژانس خبريال وليدل چي څرنگه سرتيري بيرته شاته سول. بې شميره گاونډيو هيوادونو د کودتا دغه هڅه وغندله.

په ځايي وخت تر غرمې وروسته پوځي واحدونو له ټاکونو او نورو زغره والو نقليه وسايلو سره د ولسمشرۍ تر ماڼۍ پوري پرمختگ وکړ. دپوځ مشر زونيگا چي سرتيري او ډېر ټانکونو ورباندي راچاپير وه، وويل چي پوځ غوښتل ډيموکراسي «له سره جوړه» کړي تر څو يوه «ريښينې ډيموکراسي» رامنځته سي.

لږ وروسته د فرانسوي خبري آژانس خبريالانو وليدل چي څرنگه سرتيرو او ټانکونو شاته تگ وکړ. لکه څرنگه چي د دولتي ټلويزيون تصويرونو وښودل، زونيگا يو څه وروسته د چهارشنبې په ورځ ونيول سو او د پوليسو په يوه موټر کي انتقال کړای سو.

ولسمشر آرسه، د خپلو سلونو پلويانو په مخکي وويل: «هيڅوک نه سي کولای زموږ څخه هغه ډيموکراسي واخلي چي موږ گټلې ده.» مخکي له دې نوموړي د جنوبي امريکا د دغه هيواد له خلکو وغوښتل چي د«کودتا په وړاندي مقاومت او د ډيموکراسۍ له پاره سره متحد سي.» آرسه، يو نوي پوځي مشر وټاکه او زونيگا يې له دندې گوښه کړ.

Bolivien Bolivianischer Präsident verurteilt „irreguläre Mobilisierungen“ des Militärs in La Paz
ولسمشر آرسه د ددغې کودتا د غندلو په هکله د وینا پروخت د خپل پوځ له خوا راچاپیر سوی دی.انځور: Juan Karita/AP Photo/picture alliance

نوموړي جنرال  له خپل نيول کيدو څخه مخکي خبريالانو ته وويل چي هغه د ولسمشر آرسه، له امر سره سم دا کار وکړ. هغه د يکشنبې په ورځ ورڅخه وغوښتل چي يو پاڅون وکړي، تر څو وکولای سي د سختو تدابيرو په رامنځته کولو سره خپل محبوبيت لاپسي ښه کړي.

وروسته د کودتا  د هڅي په تور، د سمندري ځواکونو مشر، خوان آرنيس سلوادور هم ونيول سو. د کورنيو چارو وزير ادواردو ديل کاستيلو وويل، زونيگا او آرنيس هغه دوه «کودتاچيان» دي چي هڅه يې وکړه په بوليويا کي ډيموکراسي له منځه يوسي. دغه دواړه جنرالان په هغو ټانکونو کي وه چي غوښتل يې د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازه ماته کړي. 

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيريش، په بوليويا کي د دغه ډول پيښې له امله خپله «سخته اندېښنه» وښودله. په واشنگټن کي د ملي امنيت شورا يوه وياند وويل، چي د امريکا متحده ايالاتو حکومت دغه پيښه په دقيق ډول څارله او خلک يې آرامنتيا ته راوبلل.

په لاتين امريکا کي ډېرو هيوادونو په بوليويا کي د پوځ له خوا دغه ډول حرکتونه وغندل. په چلي، اکوادور، پيرو، مکسيکو، کولمبيا او وينزيويلا کي حکومتونو له خلکو وغوښتل چي ډيموکراسي ته درناوي وکړي.

Bolivien Bolivianischer Präsident Luis Arce
د بولیویا ولسمشر لوئیس آرسه د انتخاباتو تر گټلو وروسته د خبریالانو په مخکی د حاضریدو پرمهالانځور: Juan Karita/AP Photo/picture alliance

بوليويا له کلونو سياسي بې ثباتيو وروسته په ژوره توگه، دوه قطبي سوې ده. د MAS په نوم حکومتي گوند د آرسه، او د هغه د پخواني مونيتور  موراليس، ترمنځ د داخلي دښمنيو له امله ويشل سوي دي. موراليس، چي د بوليويا لومړني بومي ولسمشر وو، مخکي له دې چي وغواړي اساسي قانون واړوي او په ۲۰۱۹ کال کي د څلورم ځل له پاره د ولسمشرۍ هڅه وکړي، ډير محبوبيت درلود.

پس له هغه چي آرسه، د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کي د ولسمشرۍ انتخابات وگټل، موراليس بيرته د جنوبي امريکا دغه هيواد ته ستون سو. له هغه راهيسي د دغو دواړو ترمنځ د قدرت پرسر مبارزه روانه ده.

GP/NZ/AG