1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتاجیکستان

تاجیکستان: د اپوزسیون یو وکیل د کودتا پلانولو په شک نیول شوی

۱۴۰۳ خرداد ۲۶, شنبه

د تاجیکستان دولتي خبري اژانس «خوار» راپور ورکړی چې د اپوزیسیون یو وکیل د جمعې په ورځ د دغه هیواد د حکومت د نسکورولو د دسیسې په تور نیول شوی. تاجیکستان کې د شوروي اتحاد تر نړیدو وروسته امام علي رحمان ولسمشر دی.

https://p.dw.com/p/4h4Rh
 د تاجیکستان دولتي خبري اژانس په حواله د اپوزیسیون یو وکیل د دغه هیواد د حکومت د نسکورولو د دسیسې په تور نیول شوی.
د تاجیکستان دولتي خبري اژانس په حواله د اپوزیسیون یو وکیل د دغه هیواد د حکومت د نسکورولو د دسیسې په تور نیول شوی.انځور: imago/ITAR-TASS/Y. Aleyev

د تاجیکستان دولتي خبري آژآنس راپور ورکړی چې په دغه هیواد کې د اپوزیسیون یو وکیل د حکومت پر ضد د کودتا د دسیسي د پلانونو په تور نیول شوی دی. تاجیکستان چې د روسیې یو متحد هیواد دی، د شوروي اتحاد تر نړیدو وروسته پکې امام علي رحمان د دغه هیواد ولسمشر دی.

زیاته شوې چې نیول شوی د پارلمان وکیل تر دې مخکې ځان ولسمشرۍ ته هم نوماند کړی وو. د خوار په نامه د تاجیکستان دولتي خبري آژانس په خپل راپور کې زیاته کړه چې د دې هیواد د لویې څارنوالۍ په غوښتنه یې د سید جعفر عثمان زاده په نامه د پارلمان د دغه وکیل د مصوونیت حق اخیستل شوی او هغه توقیف شوی دی. د راپور له مخې دغه وکیل د تاجیکستان د دیموکراتیک ګوند او همدا راز د دغه هیواد د ولسي جرګې یا پارلمان غړی هم دی.

تاجکستاني ځوانان ولي د داعش سره يوځای کيږي؟

د افغانستان پولې ته څیرمه د جماعت انصارالله ډله

پر عثمان زاده باندې تور دی چې د تاجیکستاند ملي اتحاد (PMT) او د تاجیکستان د اسلامي نهضت ګوند چې په دغه هیواد کې د ترهګرو سازمانونو په توګه درجه بندي شوي دي، په ملاتړ یې د کودتا دسیسه جوړوله.

د دغه هیواد دولتي خبري اژانس زیاته کړې چې عثمان زاده د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې د (PMT) د تاجیکستان د ملي اتحاد ګوند له یوه غړي سره یې په تلیفوني اړیکه کې دافغانستان پولې ته څیرمه د جماعت انصارالله د ډلې د شاوخوا ۳۰۰۰ جنګیالیو د فعالیت په هکله خبرې کړې وې. راپور زیاته کړه چې دوی په دغه تلیفوني اړیکه کې یو «جرمي پلان» جوړوو ترڅو د پوځي تاسیساتو او قانون پلي کوونکو ودانیو کنترول په لاس کې واخلي، وسلې ترې ونیسې او حکومت رانسکور کړي. په راپور کې زیاته شوې چې عثمان زاده د خپلو پلویانو د راټولولو له پاره د یوه بهرني هیواد له استازي څخه د ۱۰ میلیونه ډالرو غوښتنه هم کړې وه.

 ولسمشر امام علي رحمان پلویان هغه د ویشل شوي هیواد د بیرته متحد کولو له پاره ستايي
ولسمشر امام علي رحمان پلویان هغه د ویشل شوي هیواد د بیرته متحد کولو له پاره ستاييانځور: Sergei Karpukhin/TASS/dpa/picture alliance

د تاجیکستان دولتي خبري آژانس خوار زیاته کړې چې عثمان زاده په دغه قضیه کې د یوه شکمن کس په توګه نیول شوی خو زیاتوي چې په دغه جرمي قضیه کې د هغه د جرم د ثبوت له پاره شواهد شته دي.

 د ویشل شوي هیواد د بیرته متحد کول

 تاجکستان د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کلونو تر منځ د خونړۍ کورنۍ جګړې له امله ویجاړ شوی و. د ولسمشر امام علي رحمان پلویان هغه د ویشل شوي هیواد د بیرته متحد کولو له پاره ستايي. په دغه هیواد کې د ولسمشر عکسونه هر چیرته نصب شوي او هغه ته په دغه هیواد کې د "سولې او ملي یووالي د بنسټګر" رسمي لقب ورکړل شوی دی.

 تاجکستان د بې سرحده خبریالانو له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې کې ۱۵۵م ځای لري.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.