1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبلجیم

په بروکسل کې د ډزو په پايله کې دوه کسان وژل شوي

۱۴۰۲ مهر ۲۵, سه‌شنبه

تر اوسه د دې برید علت نه دی روښانه شوی خو په بيلجيم کې د ترهگرۍ اړونده فدرالي څارنوال دا قضيه په خپل لاس کې اخيستې ده. زياته شوې چې وژل شوي کسان د سويډن اتباع دي.

https://p.dw.com/p/4XcO1
په بروکسل کې تر ډزو وروسته وضعيت
په بروکسل کې تر ډزو وروسته وضعيتانځور: Hatim Kaghat/Belga/dpa/picture alliance

د بيجليم په پلازمينه بروکسل کې پولیسو د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته يو شکمن وسله وال په ډزو ويشتلی چې پرون، دوشنبه ماښام د فايرونو په نتیجه کې دوه سويډني اتباع وژل شوي ول.

د بيلجيم د کورنيو چارو وزيرې انالیز فرلندن، د وي آر ټي شبکې ته وويل چې شکمن عامل د سه شنبې په سهار د پولیسو له خوا په ډزو ويشتل شوی دی. هغې زیاته کړې چې دا لا روښانه نه ده چې هغه مړ او که ژوندی دی. چارواکو شکمن تن د بروکسل په شيربيک سيمه کې موندلی وو.

په بروکسل کې د څارنوال له دفتر څخه د جاري کړل شوې اعلاميې په حواله داسې انگيرل کیدل چې بريد کوونکی تښتيدلی دی.

د بحران ملي مرکز وياند انتون آيسکس، د دوشنبې په ماښام وويل چې په بيلجيم کې د خطر ارزوونکې ډلې (او سي ای ام) په بروکسل کې د خطر کچه تر ټولو لوړې يعني څلورمې درجې ته لوړه کړې ده.

د دغه هېواد چارواکو د ښارونو اوسيدونکو ته په کورونو کې د پاتېدو او «محتاط» اوسيدو سپارښتنه کړې وه. د فدرالي څارنوالۍ دفتر وياند ايرک ديوس، د بيلجيم اوسيدونکو ته مشوره ورکړې وه چې «کورونو ته دې ولاړ شي او تر څو چې خطر له منځه تللی نه وي، پخپلو کورونو کې دې پاته شي.»

د بيلجيم لومړي وزير اليگزندر ډي کرو، د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي: «ما اوس د (سويډن له صدراعظم سره) په بروکسل کې پر سويډني اتباعو تر وحشتناک بريد وروسته خپله خواږي شريکه کړه. زموږ فکر او خيال له هغو کورنيو او ملگرو سره دی چې خپل د کورنيو غړي او ملگري یې له لاسه ورکړي دي. د نزدې شريکانو په توگه مو د ترهگرۍ پر ضد جگړه گډه ده.»

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې دا بريد ښايي له «ترهگرۍ» سره تړاو ولري او اعلان یې وکړ چې د کابينې بيړنۍ ناسته یې رابللې ده.

د اروپايي اتحاديې کمېسيون مشرې اورزولا فان ډېر لاین، پر ايکس شبکه ليکلي: «نن شپه زما فکر د بروکسل له کرکې ډک بريد د دوو قربانيانو له کورنیو سره دی. زه د بروکسل له پولیسو سره د زړه له تله ملاتړ څرگندوم چې ژر تر ژر شکمن تن ونيسي. موږ د ترهگرۍ پر ضد سره متحد يو.»

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون، هم وويل چې اروپا په ترهگریز بريد «وژل» شوې ده. د البانيا په پلازمېنه تيرانا کې د يوې وينا پر وخت وويل: «څو شيبې تر مخه بروکسل يو ځل بيا د اسلامپاله ترهگریز بريد ښکار شوی دی، چې ظاهراً یې، اوس چې زه تاسې ته خبرې کوم، لږ تر لږه دوه اروپايي اتباع، د سويډن اوسيدونکي، وژلي دي.»

وسله وال ښايي د داعش غړی وي

د یوې سيمه ایزې ورځپاڼې د خبر په حواله شکمن وسله وال احتمالاً د ترهگرۍ ډلې داعش د غړيتوب ادعا کړې ده. دغه تن چې ويل کيږي يو خړ رنگه جاکټ یې پر غاړه وو، د يوه خورکاره ټوپک تر کارولو وروسته په موټر سايکل د پېښې له ځایه تښتيدلی دی.

د سویډن د عدلیي وزير د دوشنبې په ماښام وويل: «موږ له بروکسل څخه ويروونکي معلوماتو ترلاسه کړي، دا چې په اصل کې څه پېښ شوي په اړه یې د سويډن حکومت د معلوماتو د راټولو له پاره په چټکۍ کار کوي.»

د رويترز خبري آژانس د سرچينو په حواله خبر ورکړی دی چې «د وسله وال انگیزه تر اوسه روښانه نه ده خو يوه ويډيو چې په عربي ژبه غږیدونکي يوه نارينه پکې د بريد پړه منلې ده، په ټولنیزو رسنيو کې لاس په لاس کیږي.»

په بيلجيم کې د ترهگرۍ اړونده قضيو په اړه پلټنې کوونکي فدرالي څارنوال په دې اړه پلټنې پېل کړي دي چې آیا دا د ترهگرۍ پېښه ده او که څنگه؟

دا فايرونه په داسې وخت کې شوي دي چې اروپایي هيوادونه په سويډن او ډنمارک کې د قرآن پاک د سوځولو پېښو ترڅنگ د حماس ترهگرو بريدونو او بيا پر غزه د اسرائيل د بريدونو له کبله د رامنځته شوې ترنگلتيا له کبله د امنيت په اړه ډېر انديښمن دي.