1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبلجیم

په بروکسل کې پر پوليسو خونړی بريد ‌شوی

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د بيلجيم په پلازمينه بروکسل کې پر پوليسو د چړي تر يوه بريد وروسته د ترهګرۍ د انګیزې شک موجود دی. شکمن بريدګر نيول شوی دی. د معلوماتو له مخې په برید کې یو پولیس وژل شوی هم دی.

https://p.dw.com/p/4JNMl
په بروکسل کې د چړې بريد په ترڅ کې يو پوليس وژل شوی
په بروکسل کې د چړې بريد په ترڅ کې يو پوليس وژل شویانځور: Sylvain Plazy/AP/picture alliance

په بيلجيم کې د ترهګرۍ له پاره مسئولې څارنوالۍ پر پوليسو د تر بريدو وروسته پلټنې پېل کړي دي. د څارنوالۍ يوه وياند وويل چې په دې قضيه کې د ترهګرۍ د انګيزې شک موجود دی.

د معلوماتو له مخې د ګزمې له دوو پوليسو څخه چې بريد پرې شوې وو، يو وژل شوی او بل ټپي دی. د بيلجيم د کورنيو چارو وزيرې انېليس فرلندن د يوې «ناوړه ډرامې» څخه خبره وکړه. د بلجیم لومړي وزير اليکساندر دي کرو د تويتر له لارې وويل: «زما فکر د وژل شوي افسر د کورنۍ او دوستانو سره دی.»

بيلجيم ته راستانه شوي جهاديان او د هغوی د بیا ګوزار په اړه اندیښنې

د پنجشنبې په ماښام د بروکسل شيربېک سيمه کې د ريلونو مرکزي تم ځای ته څېرمه يوه تن پر پوليسو د چړې بريد وکړ. د رسنيو د رپوټونو په حواله نوموړي په دې ترڅ کې د «االله اکبر» غږ پورته کړی وو.

بريد ګر نیول شوی

د بيلګا په نوم خبري آژانس په حواله د دغه پوليسو مرستې ته رسېدلو پوليسو احتمالي بريدګر په مرمۍ تر ټپي کولو وروسته قابو کړ او بيا وروسته روغتون ته وړل شوی دی.

زياته شوې چې تر پېښې څو ساعته وړاندې شکمن بريدګر د پوليسو په يوه مرکز کې «پوليسو ته ګواښونه» کړي ول چې تر دې وروسته د هغه رواني معاينات ترسره شوي ول.

ب. ص/ خ.ح (afp, dpa, rtr)