1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې ژغورل شوي کابل ته لېږدول شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

طالبانو په بدخشان ولایت کې د لوېدلې روسۍ الوتکې څلور تنه ژغورل شوي کسان کابل ته لېږدولي دي.

https://p.dw.com/p/4bYG8
آرشيف انځور: يوه الوتکه د هند له ګوا ټاپو څخه د روسیې په لور روانه وه چې وړمه ورځ د افغانستان په سرحدي سېمه کې رالوېدلې وه
آرشيف انځور: يوه الوتکه د هند له ګوا ټاپو څخه د روسیې په لور روانه وه چې وړمه ورځ د افغانستان په سرحدي سېمه کې رالوېدلې وهانځور: Mohd Rasfan/AFP via Getty Images

یاده الوتکه د هند له ګوا ټاپو څخه د روسیې په لور روانه وه چې وړمه ورځ د افغانستان په سرحدي سېمه کې رالوېدلې وه. په دغه الوتکه کې د پیلوټ په شمول شپږ تنه سپاره ول چې څلور ژغورل شوي او دوه تنه مړه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې دغه څلور تنه له الوتکې ښکته کېږي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې له دوه ورځو پلټنو وروسته د دوی د ژغورنې ډلې دغه کسان د بدخشانولایت د کوف اب ولسوالۍ په «ارزکو» سېمه کې موندلي چې د لومړنیو مرستو په خاطر یې کابل ته لېږدولي دي.

بل لور ته د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند ادارې مشر عبدالستار غروال ویلي، چې په دې پېښه کې د وژل شويو دوو تنو جسدونه به هم ډېر ژر کابل ته ولېږدوي.

ویل کیږي چې دغه الوتکه د هند له ګوا ټاپو څخه د ازبکستان تاشکند او بیا د مسکو د ژوکوفسکي هوايي ډګر ته د د چارټر امبولانس په توګه کارول شوې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې په دغه الوتکه کې یوه ښځه د درملنې لپاره روسیې ته انتقال شي.

تر اوسه د الوتکې د غورځېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو طالبانو د الوتکې د لوېدو احتمالي لامل تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.

زموږ له آرشيف څخه:

سترې بوینګ الوتکې بیا الوتنې پیلوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل